د کابل او اسلام‌آباد کړکېچ؛ د فرضي کرښې په اوږدو کې ۹۴ زره کسان بې‌ځایه شوي

د کابل او اسلام‌آباد کړکېچ؛ د فرضي کرښې په اوږدو کې ۹۴ زره کسان بې‌ځایه شوي

د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمولو له هوکړې وروسته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استیفان دوجاریک، ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې تر ۹۴ زره زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي تاوتریخوالي خورا ناوړه اغېزې لرلې دي، چې له امله یې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، نږدې ۹۰ زره کسان روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري او شاوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکي له زده کړو محروم شوي دي. هغه یو ځل بیا پر ښکېلو خواوو د ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د خوندیتوب غږ کړی دی.

استیفان دوجاریک په دې اړه زیاته کړې: «دې تاوتریخوالو تر اوسه پورې په خوست، ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره کسان بې‌ځایه کړي دي. زموږ بشرپاله شریکان په دې سختو شرایطو کې د اړتیاوو ارزونه کوي. شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، نږدې ۹۰ زره کسان روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري، او شاوخوا ۱۲ زره زده‌کوونکي له زده کړو محروم شوي دي.»

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي د پاکستاني پوځ له لوري د ګڼ شمېر ملکي وګړو وژنې ته په اشارې، د اسلام‌آباد پر سیاستونو سخته نیوکه کوي او په خبره یې، ملګري ملتونه باید پاکستان د خپلو کړنو له امله حساب‌ورکولو ته راکش کړی.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایی: «یوازې د پاکستان پر کړنو نیوکه بسنه نه کوي، ملګري ملتونه باید پاکستان د خپلو اعمالو په وړاندې ځواب ویلو ته اړ کړي او پرې نږدي چې دا کړنې بیا تکرار شي.»

مطالب بیشتر:  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر کوي

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ تاوتریخوالی د چین په ارومچي ښار کې له خبرو اترو وروسته، تر یوه بریده راکم شوی، خو تر اوسه دواړه لوري کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي. د دې وضعیت دوام له امله، د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي فضاء له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ ده او دا چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې بېرته د خبرو مېز ته حاضر او که به جګړه انتخاب کړي، هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *