د چین په منځګړیتوب د کابل او اسلامآباد ترمنځ خبرې اترې چې یوه اونۍ یې دوام درلود، د کړکیچ پر کابو کولو او د اختلافاتو پر حل له هوکړې یوه ورځ وروسته، د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دغو خبرو اترو کې دواړو لورو د ملګرو ملتونو د منشور او د سولهییز ګډ ژوند اصولو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی او هوکړه شوې چې خبرې اترې به دوام ولري، څو د دوه اړخیزو اړیکو د ښهوالي لپاره یوه هر اړخیزه حللاره وموندل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مذاکراتو په اړه زیاته کړې: «افغان او پاکستاني لورو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او د سولهییز ګډ ژوند پنځو اصولو ته ژمن دي، د اختلافاتو د ژر حل لپاره تعهد لري، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره هڅه کوي او موافقه لري چې له هغو اقدامونو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې ترینګلی یا پېچلی کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم بیا په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو پایلې احتمال د پاکستان د نامعقولو غوښتنو له امله کم دی، خو که چین پر پاکستان زیات فشار راوړي څو له دغو غوښتنو لاس واخلي، منطق ومني او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، نو کېدای شي نتیجه ورکړي.»
بلخوا د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندزي د دې خبرو د پایته رسېدو په اړه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د مذاکره کوونکو پلاوو وروستي تعاملات د هرکلي وړ دي. هغه همدارنګه د یوې هر اړخیزې حللارې لپاره د خبرو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
خو پوښتنه دا ده چې آیا دا مذاکرات به وکولای شي عملي پایلې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو زمینه برابره کړي؟
د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد آفاق سره خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د افغانستان قضیه کولای شي د ډیپلوماټیکو او سیاسي لارو له لارې حل شي، خو دا یوازې یو لومړنی ګام دی؛ داسې ګام چې په منځنۍ کچهرسمي دی او ښيي چې تر اوسه سیاسي اراده موجوده ده. دا چې دا اراده تر کومه بریده پیاوړې ده، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري، لا روښانه نه ده؛ دا چې آیا دا چلند تاکتیکي، لنډمهاله یا د وسیلې په بڼه دی، لا هم روښانه نه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک بیا د دې پوښتنې په ځواب کې زیاتوي: «د افغانستان خلک له پاکستاني چارواکو دا تمه لري چې د مداخلې نه کولو، د حاکمیت درناوي او د امنیت ټینګښت ته ژمن پاتې شي. تاریخ ښودلې، چې پرته له عملي اقداماتو، بشپړ باور رامنځته کول ستونزمن دي، خو موږ د باور جوړونې لپاره د ډیپلوماټیک بهیر پر دوام ټینګار کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه خبرې اترې په رغنده فضا کې ترسره شوې او دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو او د سیمې د ثبات په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.
