د پاکستان پر حکومت د محمود خان اڅکزي نیوکې

د پاکستان پر حکومت د محمود خان اڅکزي نیوکې

په داسې حال کې چې په پاکستان کې کورنۍ ناامني لوړې کچې ته رسېدلې، د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په خپلو وروستیو څرګندونو د پاکستان کورني ناامني د ناسمو سیاستونو پایله بللې.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د بلوچستان په کوټه ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په اړه د اسلامي امارت پر غبرګون نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې اسلامي امارت د داسې بریدونو پر وړاندې دوه‌ګونی چلند کوي.
په دې اړه سیاسي شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: «کله چې اسلام‌اباد د خپلو جوړښتي ستونزو، د وګړو د غوښتنو او داخلي ننګونو ته رسېدنه نه کوي، نو د نورو تورنول نه یوازې حللاره نه ده، بلکې د بحران د اصلي ریښو په درک کې خنډ ګرځي».
له بلې خوا ځینې نور شنونکي د پاکستان د چارواکو ترمنځ د دريځونو ګډودۍ ته په اشارې سره وایي چې د کابل پر وړاندې د اسلام‌اباد سیاستونو ناسمې پایلې او پراخ زیانونه لرلي دي.
د دوی په وینا تر دمه د کابل پر وړاندې د اسلام‌اباد د بېلابېلو پالیسو په غبرګون کې نړیوالې ټولنې د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.
هغوی ټینګار کوي چې د پاکستاني چارواکو څرګندونې بې‌بنسټه او دوه ګونې دي.
سیاسي شنونکی توریالی ځاځی په دې اړه زیاتوي
«پاکستان په تېرو کې ډېر جنایتونه کړي دي او دا کړنې لا هم زموږ پر وړاندې دوام لري. د دغه هېواد د پالیسو له کبله افغانستان له ویجاړۍ او پراخو زیانونو سره مخ شوی دی او زموږ خلکو ته یې ډېر تاوان رسولی دی. له همدې امله د خواشنۍ خبره ده چې نړیواله ټولنه د دغه هېواد د کړنو په وړاندې هېڅ جدي ګام نه پورته کوي».
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه ریل‌ګاډي په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي. اسلامي امارت دغه برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې د خواخوږي ښودلې ده.

مطالب بیشتر:  عبدالحی قانت: پاکستان له لارو د فشار وسیلې په توګه ګټه پورته کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *