سره له دې چې په وروستیو اونیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچونه تر یوه بریده کم شوي وو، خو پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د افغانستان د حاکمیت په نقضولو سره، د هېواد پر درېیو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، د دغو بریدونو په تایید سره ویلي، چې په دې بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي او له امله یې ۱۳ تنو ژوند بایللی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
مجاهد دغه بریدونه «بشري جنایت» او د افغانستان پر وړاندې ښکاره تېری بللی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت دا اقدام په سختو ټکو غندي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «تېره شپه، د پاکستان یرغلګرو پوځیانو یو ځل بیا د افغانستان فضا نقض کړه او پر کونړ، خوست او پکتیکا کې یې ملکي کورونه بمبار کړل. په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری شهیدان شول او ۱۴ نور تنه چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شول. موږ دغه بشري جنایت او تېری په سختو ټکو غندو».
دغو بریدونو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي؛ د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان لهخوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر کونړ، خوست او پکتیکا کې د ښځو او ماشومانو په نښه کول په کلکه غندلي دي. کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید د جګړې او ورانۍ سیاست پرېږدي او پر ځای یې دې د ښه ګاونډیتوب او سولهییز تعامل لاره غوره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه افاق خبري اژانس سره خبرو کې وویل: «د افغانستان حکومت باید د پاکستان د ښکاره تېریو پر وړاندې پرېکنده او قناعتبښونکی ځواب ورکړي؛ داسې ځواب چې اسلاماباد نور ونهشي کولای د افغانستان پر ضد خپلو پوځي عملیاتو او د حاکمیت نقض ته دوام ورکړي».
واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې پاکستان تر دې دمه لږ تر لږه ۸ ځله د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي دي؛ هغه بریدونه چې د هېواد په معاصر تاریخ کې بېساري بلل شوي دي. د پاکستان د دغو بریدونو دوام، د کړکېچونو د کمولو لپاره د منځګړو هڅې هم له ستونزو سره مخ کړې او د کابل او اسلاماباد ترمنځ یې بېباوري لا زیاته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، د اسلامي امارت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد، روسیې ته له سفر وروسته اعلان کړی و چې اسلامي امارت هڅه کوي څو هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول پاکستان، د افغانستان پر خاوره د بریدونو او بمبارۍ جرئت ونهکړي.
