د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، د ټولیز امنیت تړون او ملګرو ملتونو د استازو هغه ادعاوې چې ګواکې افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري او د سیمې امنیت لپاره ګواښ دي، په کلکه رد کړې دي.
مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغنستان له خاورې د نورو پر وړاندې کار واخلي او ټینګار یې کړی، چې نړۍوال بنسټونه دې د اندېښنو رامنځته کولو پر ځای، د امنیت لا ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «اسلامي امارت اوس توانېدلی چې د هېواد او سیمې امنیت ټینګ کړي، د افغانستان خاوره امن ده او د هېڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي. ملګري ملتونه او نور بنسټونه باید د اندېښنو د رامنځته کولو پر ځای د امنیت لا ټینګښت لپاره همکاري وکړي.»
تر دې وړاندې، د ټولیز امنیت تړون سازمان د سرمنشي مرستیال او د مرکزي آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې اړتیا ده سیمه کې د امنیت او ثبات په موخه د «افغانستان فکټور» اغېز په دوامداره توګه وڅارل شي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمهییز ثبات پر وړاندې د ګواښونو مخنیوي په پار، د پخوانیو اقداماتو پر اړتیا هم خبرې کړې دي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د نړۍوالو مسایلو د پراخې اجنډا په اړه د نظرونو د تبادلې پر مهال، مرکزي آسیا ته ځانګړې پاملرنه وشوه. همدارنګه د افغانستان فکتور پر اغېز د دوامداره څار ارزښت او د سیمهییز امنیت او ثبات پر وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د مخنیوي تدابیرو پر اړتیا ټینګار وشو.»
که څه هم اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ او هېڅکله به د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې ونه کارول شي، خو پوښتنه دا ده، چې ولې یو شمېر نړۍوال سازمانونه او هېوادونه لا هم هڅه کوي افغانستان ناامنه وښیي او له دغه هېواده د احتمالي ګواښونو په اړه ادعاوې وکړي؟
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «ځینې ګاونډي هېوادونه، په ځانګړې توګه استخباراتي ادارې، د افغانستان د جغرافیې بدنامولو او د اسلامي امارت د سیمهییز او نړۍوالو باور تر پوښتنې راوستلو هڅې کوي. دا ډول لیدلوري او استخباراتي اقدامات په سیمه کې د اندېښنو او بېثباتۍ پراختیا لامل ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، په تېرو څلورو کلونو کې په ټول هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی، د جنایي جرمونو کچه په بېساري ډول ټیټه شوې او د سیمې له هېوادونو سره سیاسي او امنیتي اړیکې لا پیاوړې شوې دي.
