د نیمروز په سوځنده دښتو کې د پنځو ځوانانو له مړینې او د یو شمېر نورو له ورکېدو وروسته، د دغه ولایت مسوولین له خلکو غواړي چې ایران ته په ناقانونه توګه له سفر کولو ډډه وکړي.
سیمهییز مسوولین خبرداری ورکوي، چې له انساني قاچاق کوونکو سره به سخت او جدي چلند وکړي او له ځوانانو یې غوښتي، چې د دغو کسانو په دوکو تېر نه وځي. په همدې حال، یو شمېر هېوادوال له اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړي، څو هغوی په ناقانونه توګه نورو هېوادونو ته سفر ونه کړي.
هغه ځوانان چې د کار موندلو او د ښه ژوند جوړولو په هیله یې غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته سفر وکړي، خپلو ارمانونو ته تر رسېدو وړاندې یې، د نیمروز ولایت په سوځنده دښتو کې ژوند بایلود.
وروسته له هغه چې دا بوږنوونکې پېښه په کور دننه د خلکو ترمنځ د وېرې او اندېښنې لامل شوه، تازه د نیمروز سیمهییز مسوولین له انساني قاچاق کوونکو سره د سخت او جدي چلند خبرداری ورکوي او له ځوانانو غواړي، چې د دغو کسانو په تشو ژمنو او دوکو ونه غولېږي او له ناقانونه سفر کولو ډډه وکړي.
څو ورځې وړاندې د ځوانانو یوې ۱۹ کسیزې ډلې، چې غوښتل یې د نیمروز له لارې په ناقانونه توګه ایران ته لار شي، د دغه ولایت په سوځنده دښتو کې یې لاره ورکه، چې تر دې دمه د پنځو جل وهلو جسدونه موندل شوي او د ۱۴ نورو لا هم نادرکه دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي هم دا پېښه بوږنوونکې بولي او له اسلامي امارت غواړي، چې ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو سره، د هغوی د ناقانونه سفر مخه ونیسي.
بېکاري په هېواد کې د ځوانانو پر وړاندې یوه له جدي ننګونو او همداراز ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه سفر کولو له مهمو لاملونه بلل کېږي.
یو شمېر کارپوهان وایي، چې په هېواد کې د پانګونې په پراختیا، د لویو پروژو په پيل او د صنعت په ودې سره، باید ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي. دوی له اسلامي امارت غواړي چې په هېواد کې د پانګونې لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرولو سره د کار د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.
نیمروز چې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري، ایران ته د افغانانو د ناقانونه سفرونو له اصلي لارو ګڼل کېږي او هر کال زرګونه کسان د انساني قاچاق کوونکو له خوا پر همدې لارو ایران ته لېږدول کېږي.
اسلامي امارت ګاونډیو هېوادونو ته پر ناقانونه سفر بنډیز لګولی، خو پر دې سربېره بیا هم ډېر ځوانان د شپې له خوا او په پټه د قاچاق کوونکو په همکارۍ د نیمروز له لارې ایران ته سفر کوي.
