د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.
فطرت زیاته کړې چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې د نشهيي توکو کښت او تولید تر صفر کچې راکم شوی او د دغې پدیدې د بشپړې له منځه وړلو لپاره غوڅې هڅې لا هم روانې دي.
«د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شویګو څرګندونې مثبتې ارزوو. د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې د نشهيي توکو کښت او تولید نږدې صفر ته راکم شوی او د دغې پدیدې د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅې لا هم دوام لري».
تر دې وړاندې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي وو چې اسلامي امارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل کړی او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره یې پراخ اقدامات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې وه چې له افغانستانه د صنعتي نشهيي توکو د تولید او لېږد کچه د پخوا پرتله نږدې ۹۰ سلنه راکمه شوې ده. هغه دغه کمښت د نشهيي توکو او د قاچاقي شبکو پر ضد د عملي او پراخو تدابیرو پایله بللې ده.
په همدې حال کې، په اسلاماباد کې د پاکستان او روسیې د ګډې کاري ډلې په دولسمه غونډه کې دواړو لورو د سیمې امنیتي وضعیت وڅېړه او له افغانستانه د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه یې ګډه اندېښنه څرګنده کړې.
د غونډې ګډونوالو د سیمهییز ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د همغږو او ګډو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
«د بحثونو اصلي تمرکز د سیمې پر ترهګریزو ګواښونو و او په ځانګړي ډول له افغانستان سره د تړاو لرونکو ترهګریزو خطرونو او د هغو د اغېزو په اړه د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د پراخ امنیت لپاره اندېښنې مطرح شوې».
پلاوي همداراز د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو وضعیت وڅېړه او په سیمهییزو او نړیوالو فورمونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان په چوکاټ کې یې د همکاریو د پراختیا لارې چارې یې وڅېړلې.
د روسیې د امنیت شورا منشي په داسې حال کې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي مبارزې هرکلی کړی چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په خپل یوه راپور کې ویلي و چې د کوکنارو د کښت د بندیدو فرمان له صادرېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه راکم شوی دی.
