د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړهلیک له لاسلیک او د ۶۰ ورځني اوربند له پیل څخه یوازې څو ورځې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونو او تورونو یو ځل بیا په سیمه کې د جګړې د بیا پیل په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د هرمز تنګي او څو نورو سیمو کې یې د ایران لس پوځي ځایونه په نښه کړي دي .
سینټکام ویلي، دا بریدونه د «کیکو» په نوم پر یوې تېل للېږدوونکې بېړۍ د ایران د بېپیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.
هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که بیا جګړه پیل شي، نور به ایران نه وي.
«داسې وخت به راورسېږي چې نور به په منطقي ډول د چلند توان ونه لرو او اړ به شو هغه پوځي عملیات، چې په بریالیتوب سره مو پیل کړي وو، بشپړ کړو. که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور نه وي».
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا په داسې حال کې زیاته شوې چې دواړه هېوادونه لا هم د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک پر مادو خبرې کوي.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کوېټ په عليالسالم اډه او د بحرین په سلمان بندر کې یې د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ پر اتو پوځي بنسټونه د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
سپاه ویلي، دغه بریدونه د امریکا لهخوا له اوربند د سرغړونې او د ایران په سوېل کې د ځینو سیمو د نښه کولو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
«د سپاه پاسدارانو سمندري او هوايي ځواکونو نن سهار، د امریکا د هغه څه په ځواب کې چې «وروستي تېري» بلل کېږي ، ګډ توغندیز او بېپیلوټه عملیات ترسره کړل. له دې وروسته به له سرغړوونکو بېړیو سره لا سخت چلند وشي او د دښمن هر ډول احتمالي تېری، په هر نوم او پلمه چې وي له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي».
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د جګړې د پای ته رسېدو د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته، پر یوبل د بریدونو او د اوربند د نقض د تورونو په دوام، نوي پړاو ته دننه شوې ده.
اټکل دی چې د دغو نښتو دوام به په منځني ختیځ کې ترینګلتیا لا پسې زیاته او د جګړې د پراخېدو خطر لوړ کړي. سره له دې چې د هوکړې د ساتلو هڅې روانې دي، د متقابلو بریدونو او ګواښونو دوام د سیمې ثبات له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.
