د شانګهای سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې پر بېرته فعالېدو د روسیې ټینګار

د شانګهای سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې پر بېرته فعالېدو د روسیې ټینګار

د شانګهای همکاریو سازمان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي بختیار حکیموف ویلي چې مسکو غواړي د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د تماس ډلې فعالیتونه بېرته پیل شي او په خبره یې، د دغه سازمان ډېری غړي هېوادونه هم له دې دریځ سره موافق دي.

هغه په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې روسیه له افغانستان سره باثباته اړیکې لري او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې د دې اړیکو د دوام، پراختیا او پیاوړتیا ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د تماس ډله، چې په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شوې وه، باید بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

بختیار حکیموف په دې اړه زیاته کړې: «موږ په دې باور یو چې د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان د تماس ډله، چې په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې وه، باید خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. په عمومي ډول د سازمان ټول غړي هم له همدې لیدلوري سره موافق دي.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې که څه هم ځینې مشورتي شوراګانې له افغانستان سره په اړیکه کې دي، خو عملي پایلې یې تر ډېره د پام وړ نه دي. د دوی په باور که «د تماس ډله» د افغانستان او پاکستان د کړکېچونو د حل لپاره وي، نو ښایي ګټوره وي، خو په خبره یې که تمرکز یې د افغانستان پر داخلي چارو وي، نو د هغې د منلو احتمال کمېږي. دوی ټینګار کوي چې دا ډول میکانېزمونه یوازې د افغانستان د ستونزو بشپړ حل نه شي کېدای.

مطالب بیشتر:  د قوانینو او احکامو پر تطبیق د اسلامي امارت مشر بیاځلي ټینګار

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «که د تماس ډلې یا نورو ورته جوړښتونو د بیا فعالېدو هدف د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل وي، نو کولی شي د ځینو سیاسي او امنیتي ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي، خو که هدف د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله وي، نو د اوسني حکومت له لوري به احتمالاً ونه منل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې د امنیت شورا منشي سرګئې شویګو هم افغانستان سره د شانګهای همکاریو سازمان د تعامل د بیا پیل پر اړتیا ټینګار کړی و او وړاندیز یې کړی و چې دا بهیر دې د تماس ډلې په بیا فعالولو سره پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *