د بې‌پولې ډاکټرانو غبرګون؛ پاکستان دې د جبري کډوالۍ لړۍ ودروي

د بې‌پولې ډاکټرانو غبرګون؛ پاکستان دې د جبري کډوالۍ لړۍ ودروي

پاکستان شاوخوا شل ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړه. په دې موده کې د یاد هېواد پولیسو زرګونه افغانان نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته راستانه کړي دي.
د پاکستان دغې پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. تازه د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې ډاکټرانو ته مراجعه نه کوي او د دوی په خبره، دا چاره په ماشومانو کې د خوارځواکۍ، د امیندواره ښځو د روغتیايي ستونزو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو د زیاتېدو لامل شوې ده.
دغه سازمان په خپل راپور کې له پاکستانه غوښتي، چې په جبري توګه د افغانانو د ایستلو بهیر ته د پای ټکی کېږدي. یاد سازمان همداراز له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ستنولو بهیر ودروي.
«افغان کډوال په دوامداره توګه د نیول کېدو، د دندې له لاسه ورکولو او جبري ایستلو له وېرې سره مخ دي. موږ له پاکستانه غواړو چې افغانستان ته د افغانانو جبري ستنول ودروي. همداراز له نورو هېوادونو هم غواړو چې افغانستان ته د ټولو خلکو جبري ستنول بند کړي».
په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او په جبري توګه یې راایستل، له ټولو نړیوالو نورمونو او اصولو سره په ټکر کې بولي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان داسې مهال له ګاونډیو او نورو هېوادونو د افغانانو پر راایستلو نیوکې کوي، چې څه موده وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت له دغه هېواده پر جرمونو د تورنو کسانو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې وه.

مطالب بیشتر:  کابل سره د تعامل په اړه د تهران دریځ؛ د ملي ګټو په رڼا کې د رسمیت پېژندنې پرېکړه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *