د بلوچستان خوځښتونه؛ پاکستان ستراتیژیکې ننګونې سره مخ دی

د بلوچستان خوځښتونه؛ پاکستان ستراتیژیکې ننګونې سره مخ دی

یوې هندي رسنۍ په یوه راپور کې ادعا کړې چې د ځینو بلوڅ فعالانو له خوا د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې پاکستان له ستراتیژیکې ننګونې سره مخ کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې بلوچستان د طبیعي سرچینو، مهمو سمندري لارو او د ګوادر بندر له امله د پاکستان لپاره له اقتصادي او امنیتي پلوه مهمه سیمه ده. د راپور له مخې، د چین ډېری پانګونې، په ځانګړي ډول د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سیپیک (سي‌پي‌اي‌سي) پروژه، په همدې سیمه کې متمرکزه ده.
راپور زیاتوي چې د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنه تاریخي مخینه لري او د طبیعي سرچینو د ګټې اخیستنې په اړه د ځینو ځایي خلکو ناخوښۍ د بېلتون‌پالو خوځښتونه پیاوړي کړي دي.
دغې هندي رسنۍ ادعا کړې چې د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ (بي‌ال‌اې) وروستیو بریدونو په دغه ایالت کې د ناامنۍ اندېښنې زیاتې کړې دي. د راپور له مخې، که دا وضعیت دوام وکړي، د پاکستان د ټرانزیټي لارو، انرژۍ پروژو او له چین سره اقتصادي همکاریو ته زیان رسېدلی شي.

مطالب بیشتر:  خبری میز- بدخشان ته د دفاع وزیر سفر

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *