د بروکسیل غونډې پای؛ اروپايي ټولنې د تخنیکي اړیکو رامنځ‌ته کول بللي

د بروکسیل غونډې پای؛ اروپايي ټولنې د تخنیکي اړیکو رامنځ‌ته کول بللي

په بروکسل کې د اسلامي امارت له پلاوي سره د اروپايي ټولنې یو ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.
د اروپايي کمېسیون ویاند مارکس لامرت په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، له اسلامي امارت سره د وروستیو خبرو اترو اصلي موخه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او افغان چارواکو ترمنځ د تخنیکي اړیکو رامنځ‌ته کول وو، څو د هغو کسانو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړل شي چې درانه جرمونه یې ترسره کړي یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
لامرت ټینګار کړی چې دغه خبرې اترې د کارپوهانو او تخنیکي چارواکو په کچه ترسره شوې او تر اوسه سیاسي پړاو ته نه دي دننه شوي.
د اروپا د کمېسون ویاند مارکس لامرت وايي: «د دغو خبرو اترو اصلي موخه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او افغان چارواکو ترمنځ د تخنیکي اړیکو د لارو رامنځته کول دي، څو د هغو کسانو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړل شي چې درانه جرمي سوابق لري یا امنیتي ګواښ ګڼل کېږي. دغه خبرې اترې د کارپوهانو او تخنیکي چارواکو په کچه ترسره شوې او تر اوسه سیاسي پړاو ته نه دي رسېدلې.
له بلې خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړیکو په برخه کې یو مهم پړاو بللی دی.
جلالي زیاته کړې چې دغه سفر د افغانستان، جرمني او ناروې ترمنځ د پخوانیو تفاهماتو په دوام ترسره شوی او کولای شي د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د لا ډېرو، واقع‌بینانه او دوامدارو تعاملاتو لپاره لاره هواره کړي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: «په دې غونډه کې، په اروپا کې د افغانانو د پراخ حضور له امله، د پاسپورټونو تمدید، د وکالت‌لیکونو او تذکرو صادرول هغه مهم قونسلي موضوعات وو چې پرې خبرې وشوې. همداراز ټینګار وشو چې د اداري چارو او سفرونو د بهیر لپاره، په ځانګړي ډول په ځینو اروپايي هېوادونو کې، د پاسپورټونو اعتبار بنسټیز اهمیت لري».
له بلې خوا، ویل شوي چې د دې غونډې اصلي موضوع په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د پراخو قونسلي خدمتونو بیا پیل و. په غونډه کې د باور جوړونې اقداماتو، په اروپا کې د افغانستان د قونسلي حضور او د کډوالو د باعزته بېرته ستنېدو د بهیر په اړه هم خبرې اترې
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په مشرۍ یو پنځه کسیز پلاوی په بروکسل کې په یوې ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته سفر کړی و.
دا له ۲۰۲۱ کال وروسته لومړی ځل دی چې د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی د اروپايي ټولنې په رسمي بلنه بروکسل ته ځي او په یوه رسمي غونډه کې ګډون کوي.

مطالب بیشتر:  اسراییل ته د احمد الشرع ګوت‌څنډنه؛ له جګړې وېره نه لرو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *