د برلین دریځ؛ جرمني وايي افغانستان نړیوال تعامل ته اړتیا لري

د برلین دریځ؛ جرمني وايي افغانستان نړیوال تعامل ته اړتیا لري

د بروکسل له وروستۍ ناستې وروسته چې د جرمني د حکومت له لوري د اسلامي امارت سره د تعامل په اړه نیوکې زیاتې شوې، د دغه هېواد لومړي وزیر د پارلمان پوښتنې ځواب کړي او د خپل حکومت له سیاست څخه یې ننګه کړې ده.
فریدریش مرتس ټینګار کړی چې له افغانستان سره اړیکې په ډیپلوماټیکه کچه او د دغه حکومت د استازو له لارې روانې دي.
هغه زیاته کړې چې د کورنیو چارو وزیر له دغو استازو سره په جرمني کې په جرمنو د محکمو افغانانو ستنولو په تړاو خبرې کوي او دا د حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه پروسه ده.
«ډیپلوماټیکې اړیکې د هېوادونو ترمنځ جوړېږي، نه د حکومتونو ترمنځ. او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې لرلې دي.
اوس مهال دا ډیپلوماتیکې اړیکې د دغه حکومت د یوه یا دوو استازو له لارې ترسره کېږي، او د کورنیو چارو وزیر له دغو استازو سره په جرمني کې د هغو افغان نارینه وو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کوي چې هلته یې جرمونه کړي دي».
مرتس د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې دا همکاري یوازې په «ټیټه، تخنیکي او ضروري کچه» ترسره کېږي او د برلین د ملي ګټو په چوکاټ کې ده.
«موږ خپله همکاري په تخنیکي او ضروري کچه تعقیبوو چې زموږ د ملي ګټو په چوکاټ کې ده. دا همکاري په تر ټولو ټیټه تخنیکي کچه ترسره کېږي».
په همدې تړاو، د نړیوالو اړیکو سیاسي شنونکی ولي فروزان وايي چې د افغانستان اړیکې له اروپایي ټولنې سره پراخول کولی شي د نورو هېوادونو له اړیکو سره هم مثبت اغېز ولري.
«د افغانستان لپاره مهمه ده چې له اروپایي ټولنې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه دا ټولنه له څو هېوادونو جوړه ده او له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو هم اغېز کولی شي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اړتیا لري چې له نړۍ سره یو سالم، باثباته او سوله‌ییز تعامل جوړ کړي».
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د اروپایي ټولنې په بلنه د جون په ۲۳مه په بروکسل کې په یوه ورځنۍ ناسته کې د قونسلي خدمتونو او د افغان کډوالو د ایستلو د موضوعاتو په تړاو ناسته کړې وه چې دا د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو ترمنځ یو مهم ګام بلل کیږي.

مطالب بیشتر:  په ارومچي کې د کابل او اسلام‌آباد د مذاکراتو له مثبت پرمختګ د امیرخان متقي رضایت

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *