د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاستونو د مولانا فضل‌الرحمن نیوکې

د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاستونو د مولانا فضل‌الرحمن نیوکې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن په کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان پر وړاندې د اسلام‌اباد پالیسي ناکامه بللې او څرګنده کړې یې ده چې دا مهال په کورنیو چارو چارو کې د لاسونې تګلارې زړې شوي او د دواړو هېوادونو اړیکې یې د بې‌باورۍ تر لوړې کچې رسولې دي.

فضل‌الرحمن ویلي، پاکستان، کله د افغانستان له حکومتونو څخه ملاتړ کوي او کله یې هم پر وړاندې درېدلی دی چې دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه رامنځ‌ته کړي دي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي چې د سوداګرۍ، کډوالۍ او امنیت برخه کې ستونزې، د فشارونو پر ځای یواځې د ډیپلوماسۍ له لارې حلېدای شي

فضل‌الرحمن ویلي:«که حکومت غواړي د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې په نښه کړي دا کار ولې په پاکستان کې نه کوي؟ هغه څه چې په بنو، ټانک، دېره اسماعیل‌خان او په ټول وزیرستان کې رامنځ‌ته کیږي ښيي چې حکومت له څومره ننګونو سره مخ دی. دا وضعیت ګڼې پوښتنې را ولاړوي او یوه یې هم دا ده چې د ډیپلوماټیکو حل‌لارو پر ځای یواځې له زور څخه کار اخیستلو ته مخه شوې ده».

داسې ښکاري چې پاکستان بیا هم د افغانستان پر وړاندې له دوه‌ګوني سیاست څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړی
د دې هیواد لومړي وزیر په کوټه کې له کابل سره په سولییزو اړیکو خبرې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې ګامونه واخلي، خو په افغانستان کې یې د خپل هېواد له لوري د روانو بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی. هغه ګام چې د سولییزو اړیکو ساتلو له ادعاوو سره اړخ نه لګوي.

مطالب بیشتر:  د کابل پر وړاندې د اسلام‌آباد پر تګلارو د نیوکو دوام؛ اڅکزي افغانستان سره د خبرو پر اړتیا ټینګار کړی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف: «په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه یوځل بیا ټینګار کوم چې موږ تل له خپلو ګاونډیو سره سولییز ژوند او اړېکې غوښتي. د کابل حکومت دې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې، د باور وړ ګامونه واخلي، په ځانګړې توګه د هغو ډلو پر وړاندې چې د پاکستان امنیت ګواښي.»

پاکستان په تېرو میاشتو کې د افغانستان له خاوره څخه د خپل حکومت پر ضد د کار اخیستلو ادعاوې کړې دي. په همدې حال ګڼ شمېر شنونکي په دې بارو دي چې، په تېرو څو لسیزو کې د پاکستان د لاسوهنې دا تګلاره په افغانستان کې د ګڼو ستونزو او ناامنیو لامل وه.د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت: «دا مهال د پاکستان پوځ د داعش په څېر له یو شمېر وسله‌والو ډلو څخه د افغانستان او هند پر ضد کار اخلي
تر څو چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دا ډول پالیسي روانه وي، ترڅنګ به یې ناامني، د افغانستان اقتصادي کمزورتیا، د ډیپلوماټیکو اړیکو پیکه کېدل او حتا له تاوتریخوالي ډک ګامونه اخیستل هم شامل وي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم: « پاکستان تل په افغانستان کې خپل ناوړه سیاستونه پاللي او افغانستان ته په منفي نظر کتل شوي دي. له همدې کبله په پاکستان کې روان وضعیت هم د همدغو پالیسو او ناسمو سیاستونو له کبله دی؛ هغه سیاستونه چې دا مهال یې په خپله دا هېواد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی».

په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د کابل پر وړاندې توندې نیوکې کړي، د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، پاکستان هڅه کوي له اسلامي امارت سره له بېلابېلو لارو خبرو ته دوام ورکړي ترڅو روان کړکېچ حل شي او په وینا یې یوې سولییزې حلارې ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *