د اسلامي امارت مشر: د هېواد یوه لوېشت ځمکه هم د بل چا په لاس کې نه ده

د اسلامي امارت مشر: د هېواد یوه لوېشت ځمکه هم د بل چا په لاس کې نه ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده، د فرمانونو د اغېزو په اړه په علمي-څېړنیز کنفرانس کې ټینګار کړی، چې خلک باید د اسلامي امارت له حقیقت سره بلد شي، او په خبره یې دا مهال د هېواد یوه لوېشت ځمکه هم د بل چا په لاس کې نه ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، له اسلامي امارت پرته د شریعت پلي کول ناممکن دي، او په وینا یې د خلکو ترمنځ یووالي د امیر لخوا رامنځ‌ته کېږي.
د اسلامي امارت مشر دا هم ویلي، چې د قصاص امر د هغه له تنفیذي امر پرته نه پلی کېږي، او د اسلامي امارت پالیسي د قران کریم پالیسي ده.

مطالب بیشتر:  د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان رییس سره لیدنې؛ د اړیکو پر پیاوړتیا او یووالي ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *