نن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي په مشرۍ پنځه کسیزه پلاوی د افغان کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره د یوې ورځې سفر په موخه بروکسل ته ولاړ.
په پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو د ریاست مرستیال هدایتالله پکتین هم شامل دی.
بل لور بیا د بلجیم حکومت اعلان کړی چې د دې پلاوي غړو ته یې د یوې ورځې ویزې ورکړې دي او په نږدې راتلونکي غونډه کې به د کډوالۍ پر موضوعاتو، په ځانګړي ډول په اروپا کې د افغانانو پر وضعیت، خبرې وشي.
د سیاسي شنونکی عزیز معارج ویلي« په بروکسل کې د اسلامي امارت د استازو ګډون، که څه هم تخنیکي بڼه ولري، خو له سیاسي او ډیپلوماټیک پلوه مهم دی او کولی شي د راتلونکو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي».
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون ویاند مارکس لامرت ویلي « د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه یوازې هغه افغانان باسي چې جرمي کړنې یې کړې وي یا د امنیت لپاره ګواښ وي. هغه زیاته کړې چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه د غړو هېوادونو صلاحیت دی او کمېسیون یوازې د تخنیکي خبرو د همغږۍ رول لري».
له بلې خوا، د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد د اسلامي امارت د شپږو نورو ډیپلوماټانو منلو ته هم هوکړه کړې، چې دا ګام یې دافغان کډوالو د اېستلو د الوتنو د زیاتېدو لپاره بللی دی.
ویل کېږي دا هوکړه د اسلامي امارت او د جرمني د کورنیو چارو وزارت ترمنځ په استانبول کې له خبرو وروسته شوې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت دغه خبرې «تخنیکي» بللې او تایید کړې یې ده چې کابل ته د افغان کډوالو الوتنې زیاتېږي.
په پای کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت استازي له نږدې پنځو کلونو وروسته لومړی ځل د اروپايي ټولنې په رسمي غونډه کې د بلنې او کوربتوب له مخې ګډون کوي، چې ډېری یې دا د افغانستان د ډیپلوماټیک تعامل لپاره یو نوی فرصت او پرمختګ بولي.
