د اروپايي کمېسیون ویاند په تازه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په ایټالیا کې د ۸۳ افغان بنديانو او په ټوله اروپا کې د څو سوو نورو افغانانو په اړه وه، وویل چې د کډوالو د بېرته ستنولو صلاحیت له غړو هېوادونو سره دی او هر هېواد په خپلواکه توګه پرېکړه کوي.
د اروپايي کمېسیون ویاند ټینګار وکړ چې دا کمېسیون په دې بهیر کې مستقیم اجرایي رول نه لري او ټولې پرېکړې باید د اروپايي ټولنې د قوانینو او د بشري حقونو له اصولو سره مې ترسره شي.
«د کډوالو د بېرته ستنولو بهیر عملي کول د غړو هېوادونو صلاحیت دی. دا معنا لري چې د غیرقانوني کډوالو بېرته ستنول د غړو هېوادونو د چارواکو د پرېکړو تابع دي. په دې اړه پرېکړه د اروپايي کمېسیون پر غاړه نه ده. د بېرته ستنولو په اړه هره پرېکړه دې د اروپايي ټولنې او نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د بنسټیزو حقونو او بشري حقونو سره سمه ترسره شي».
د اروپايي ټولنې دننه د افغان کډوالو په اړه د بحثونو د زیاتېدو له امله، دا پوښتنه راپورته کېږي چې د اروپا د کډوالۍ پالیسي د کومو اصولو پر بنسټ ولاړه ده او ایا دا پالیسي تر ډېره برید امنیتي ده که د بشري حقونو پر بنسټ ولاړه ده؟
دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۲۳مه یوه پنځه کسیزه پلاوي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په مشرۍ و، د یوې ورځې غونډې لپاره بروکسل ته سفر کړی و. ویل شوي چې د دې غونډې اصلي موضوع په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره د پراخو قونسلي خدماتو بیا پیل و. په دې غونډه کې همدارنګه د باور جوړونې پر لور د ګامونو اخیستل، په اروپا کې د افغانستان د قونسلي حضور او د کډوالو د باعزته راستنېدو بهیر په اړه خبرې وې.
