کابل او اسلام‌آباد؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې متضاد لیدلوري

کابل او اسلام‌آباد؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې متضاد لیدلوري

په داسې حال کې چې افغانستان په وروستیو میاشتو کې د سیمې د جیوپولیټیک سیالیو له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی، په پاکستان کې د «سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ» مشرې ماریا سلطان وروستیو جنجالي څرګندونو د افغانانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ماریا سلطان، چې د هغې تر مشرتابه لاندې اداره د پاکستان امنیتي کړیو ته نږدې بلل کېږي، په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې افغانستان د سیمې په نوي راټوکېدونکي نظم کې د خپلې سیاسي جغرافیې د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی او ښايي په راتلونکي کې د اوسني جوړښت په بڼه نور داسې یو هېواد شتون ونه لري.
هغې د افغانستان د ملي هویت مفهوم تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي، که څه هم قومي هویتونه لکه تاجک، ازبک او پښتون شته، خو «افغان» د یوه ټول‌منلي ملي هویت په توګه نه دی رامنځته شوی. نوموړې همداراز ادعا کړې چې افغانستان نور یو متمرکز او یو موټی دولت نه دی، بلکې د سرحدي سیمو مجموعه ده چې اقتصادي او سیاسي اړیکې یې تر کابل ډېر له ګاونډیو هېوادونو سره تړلې دي. هغې د نورستان او کونړ سره فرضي ته څېرمه سیمو کې ځینو محلي هوکړه‌لیکونو ته په اشارې سره ویلي چې اسلامي امارت نور د سرحدونو پر مدیریت اغېزمن کنټرول نه لري او دا بهیر به لا پسې پیاوړی شي. دا څرګندونې د ډېرو افغانانو له لوري د پاکستان د امنیتي جوړښت د یوې برخې مداخله‌کوونکي او تجزیه‌پال نظرونه بلل شوي دي.
د ماریا سلطان وروستۍ څرګندونې د افغانستان د سیاسي جغرافیې د له منځه تلو په اړه یوازې یوه شخصي یا اکاډمیکه ارزونه نه ده، بلکې د پاکستان د پوځي جوړښت په امنیتي ذهنیت کې د یوه کره لید برخه ده. دا هغه لید دی چې په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د یوه خپلواک او تاریخي حاکمیت لرونکي هېواد پر ځای د «ستراتیژیک ژورتیا» او جیوپولیټیک سیالۍ د ډګر په توګه تعریف کړی دی. همدې لید تل د پاکستان په بهرني او امنیتي سیاست کې د افغانستان پر وړاندې بحرانونه زېږولي او نه یوازې افغانستان ته یې ثبات نه دی راوستی، بلکې خپله پاکستان یې هم له ژورو امنیتي، قومي او اقتصادي ګواښونو سره مخ کړی دی.
په مقابل کې، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني دریځ ښيي چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ او امنیتي بنسټونو ترمنځ ژور درز شتون لري. دراني، د ماریا سلطان خلاف، د نه مداخلې او د افغانستان د خلکو د خپل برخلیک ټاکلو پر اصل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ بهرنی ځواک باید د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه ونه کړي. دا دریځ که څه هم ظاهراً یو عادي ډیپلوماټیک پیغام ښکاري، خو په اصل کې یو مهم اعتراف پکې نغښتی دی: افغانستان داسې هېواد نه دی چې برخلیک یې له بهر څخه طرحه شي.
تاریخي واقعیت هم دا خبره ثابتوي. افغانستان په تېرو دوو پېړیو کې د بریتانیا، شوروي او متحده ایالاتو په څېر دریو لویو امپراتوریو پر وړاندې مقاومت کړی او، سره له جګړو، اشغالونو او کورنیو ترینګلتیاوو سره، یې خپل سیاسي او جغرافیایي هویت ساتلی دی. داسې هېواد چې د نولسمې پېړۍ له استعماري جګړو تر یوویشتمې پېړۍ پیچلو مداخلو پورې پاتې شوی، په اسانۍ د رسنیزو پروژو او امنیتي فکر له لارې نه تجزیه کېږي. د ماریا سلطان څرګندونې تر ډېره د پاکستان د ځینو امنیتي کړیو د هیلو انځور دی، نه د سیمې د واقعیتونو رښتینې ارزونه.
مهمه دا ده چې دا ډول څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې سیمه له پېچلو امنیتي او اقتصادي کړکېچونو سره مخ ده او افغانستان تر بل هر وخت زیات د سیمې له ثبات سره تړلی دی. د افغانستان بې‌ثباتي یا سقوط نه یوازې د افغانانو پر زیان دی، بلکې مستقیم د پاکستان د ګټو پر ضد هم تمامېږي. پاکستان دا مهال له اقتصادي بحران، قومي درزونو، د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له زیاتوالي، د بلوچستان له کړکېچ او کورني سیاسي بې‌باورۍ سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د افغانستان د بې‌ثباته کولو هره تګلاره کولای شي کړکېچ بېرته د پاکستان دننه ولېږدوي.
له همدې امله د آصف دراني دریځ «واقعي‌پال» بلل کېدای شي. هغه پوهېږي چې پر افغانستان فشار او د اسلامي امارت د مخالفینو کارول نه یوازې اسلام‌اباد ته ګټه نه ده رسولې، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د بې‌باورۍ واټن زیات کړی دی. په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غیر رسمي خبرو کې د هغه ګډون هم دا وښوده چې د پاکستان د سیاسي جوړښت یوه برخه دې پایلې ته رسېدلې چې تعامل او متقابل درناوی، د پخوانیو امنیتي سیاستونو په پرتله کم‌لګښته او دوامدار مسیر دی.
په دې منځ کې د «سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ» رول هم د پام وړ دی. دا مرکز، چې له امنیتي کړیو سره یې نږدېوالی ډېر ځله یاد شوی، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د اسلامي امارت د ځینو مخالفینو په جذبولو سره پر کابل سیاسي فشار زیات کړي. خو واقعیت دا دی چې دا پروژه کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او نه یې توانېدلې چې د افغانستان پر ضد سیمه‌ییز یا نړیوال اجماع رامنځته کړي. د دې ناستو محدود پاتې کېدل څو ځانګړو سیاسي څېرو ته، لکه فوزیه کوفي، ښيي چې دا تر ډېره یو تبلیغاتي ابزار دی، نه اغېزمن سیاسي بهیر.
په داسې حال کې د اسلامي امارت د ځینو مخالفو څېرو چوپتیا هم د پوښتنې وړ ده. که دوی رښتیا د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي، نو باید د هر ډول تجزیه‌پالو څرګندونو پر وړاندې روښانه دریځ ونیسي. دا چوپتیا دا شک پیدا کوي چې ځینې ډلې د لنډمهالو سیاسي موخو لپاره د خطرناکو سیمه‌ییزو پروژو پر وړاندې سکوت غوره کوي. د افغانستان موضوع یوازې داخلي سیاسي رقابت نه دی، بلکې د یوه ملت د موجودیت او تاریخي هویت مسئله ده.
له بلې خوا، د عاطف مشعل په څېر غبرګونونه ښيي چې د افغان نخبه‌ګانو یوه برخه، سره له داخلي اختلافاتو، لا هم پر ملي حاکمیت او افغان‌محوره حل ټینګار کوي. دا ډول دریځونه د امنیتي پروژو پر ځای پر سیمه‌ییزې همکارۍ، متقابل درناوي او دوامدار ثبات تمرکز لري. د تېرو لسیزو تجربه هم ښيي چې کله افغانستان د نیابتي سیالیو ډګر ګرځېدلی، پایله یې یوازې تندلاریتوب، کډوالي، قاچاق او بې‌ثباتي وه.
نن ورځ سیمه تر بل هر وخت زیات یو باثباته افغانستان ته اړتیا لري. د نښلولو پروژې، ټرانزیت، سوداګري او انرژي له ثبات پرته عملي کېدای نه شي. چین، منځنۍ اسیا، ایران، روسیه او حتا پاکستان ټول د افغانستان له ثباته ګټه اخلي. نو ځکه، د تجزیې او کمزورې کولو لید نه یوازې له اخلاقي او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو د ګټو پر ضد هم دی.
په پای کې، هغه څه چې نن په پاکستان کې لیدل کېږي، د دوو لیدلورو ټکر دی: یو امنیتي لید چې لا هم افغانستان د جیوپولیټیکي انجینرۍ له زاویې ګوري، او بل لید چې دې پایلې ته رسېدلی چې یوازینی دوامدار حل د افغانستان د حاکمیت درناوی او د دې هېواد د سیاسي واقعیتونو منل دي. تاریخ ښودلې چې افغانستان له بهر څخه نه شي اداره کېدای. هر ځواک چې هڅه یې کړې د افغانستان راتلونکی په امنیتي فکرمرکزونو کې طرحه کړي، په پای کې ناکام شوی دی. د افغانستان راتلونکی به نه د آی‌اېس‌آی پورې تړلو فکرخونو، بلکې خپله د افغانستان خلک ټاکي، هغه خلک چې د ټولو ستونزو سره سره لا هم پر خپل هویت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ولاړ دي.

مطالب بیشتر:  د نومبر ۲۹مه؛ له فلسطینیانو سره د پیوستون نړیواله ورځ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *