د هندوستان «ان ډي ټي وي» شبکې په یوه څېړنیز راپور کې، چې د دې رسنۍ د لیکوال چندراشیکار اسرینیواسان له خوا لیکل شوی، ویلي د ایران او امریکا وروستۍ جګړه یوازې د توغندیو او پوځي نښتې بڼه نه لرله، بلکې د داسې نوي ډول جګړې د راڅرګندېدو ډګر و چې پکې «جغرافیه» په اصلي وسلې بدله شوې ده.
دغه رسنۍ وايي ایران د هرمز تنګي له خپل سټراټیژیک موقعیت او د انرژۍ د لېږد او له سمندر لاندې انټرنېټي کېبلونو د هممهاله ګواښ له لارې د «ساختماني اهرمونو جګړې» نوی ماډل نندارې ته وړاندې کړی؛ داسې ماډل چې کولای شي د راتلونکو جګړو بڼه تعریف کړي.
د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې ډېری څارونکو دا پوښتنه کړې چې ایران له حقوقي پلوه دا حق لري چې د هرمز تنګي له لارې د تېل وړونکو بېړیو د تېرېدو یا د سمندر لاندې فایبر نوري کېبلونو د کارولو لپاره فیس وټاکي او که نه؛ خو د لیکوال په باور اصلي موضوع حقوقي نه ده، بلکې د «تنګو لارو د کنټرول ځواک او وړتیا» ده.
دغه تحلیل د اسپارټ او لرغوني فارس امپراتورۍ ترمنځ د ترموپیل تاریخي جګړې ته په اشارې لیکي، لکه څنګه چې د اسپارټ پاچا لیونیداس د یوې تنګې لارې په کارولو د خشایارشاه ستر پوځ درولی و، نن ایران هم د هرمز تنګي د یوه سټراټیژیک تنګي په توګه کاروي؛ هغه ځای چې د نړۍډېره انرژي ورڅخه تېرېږي.
د راپور پر بنسټ، ایران په وروستۍ جګړه کې وښودله چې له پراخې دودیزې جګړې پرته هم کولای شي پر نړیوال اقتصاد درانه لګښتونه وتپي. تهران په هرمز کې د کښتۍ چلونې د لارې په ګواښلو سره د تېل وړونکو بېړیو د بیمې لګښتونه ډېر لوړ کړل او د نفتو بیې یې لوړې کړې؛ هغه اقدام چې د چندراشیکار اسرینیواسان په باور پر لوېدیځو هېوادونو او د امریکا پر متحدانو یې سخت فشار راوست.
په تحلیل کې راغلي چې ایران د فشار اچولو لپاره اړ نه و چې بېړۍ ډوبې کړي. یوازې د ګواښ د کچې لوړول او د ناامنۍ فضا رامنځته کول بسنه کوله چې د بیمې او سمندري لېږد شرکتونه خپلې بیې بېسارې لوړې کړي. راپور وايي، په لنډ وخت کې د فارس خلیج کې د بېړیو د بیمې لګښتونه له ۳۰۰ سلنې ډېر لوړ شول او د برنټ نفتو بیه هم د ۲۰۲۲ کال وروسته د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ ډالرو واوښته.
ان ډي ټي وي لیکي چې د جګړې په لومړیو ورځو کې ډېرو کسانو فکر کاوه چې د ایران اصلي تمرکز به د ارزانه شاهد بېپیلوټه الوتکو او چېریکي جګړې پر کارولو وي؛ هغه ډرونونه چې موخه یې د امریکا او اسراییلو د دفاعي سیسټمونو ستړي کول وو، خو د هرمز کړکېچ له سختېدو سره د جګړې لاره بدله شوه او اصلي موضوع نوره توغندي او ډرونونه نه وو، بلکې تېل، نړیواله سوداګري او نړیوال اقتصاد د کړکېچ په مرکز بدل شول
دغه راپور د سمندر لاندې انټرنېټي کېبلونو موضوع ته هم اشاره کوي؛ هغه کېبلونه چې د نړۍ د ډېرو معلوماتو او ډیجیټلي اړیکو لېږد ترسره کوي. د لیکوال په باور، د دغو زیربناوو ګواښ وښودله چې راتلونکې جګړې به یوازې په ځمکه او اسمان کې نه وي، بلکې انټرنېټ، نړیواله بانکداري او مالي شبکې به هم د جګړې په ډګر بدلې شي.
دغه هندي رسنۍ ټینګار کوي چې ایران اوس د نړۍ پر دوو حیاتي رګونو انرژۍ او معلوماتو هممهاله فشار راوړی؛ هغه موضوع چې کولای شي سلګونه میلیارډ ډالر اقتصادي زیانونه رامنځته کړي. د راپور له مخې، حتی د سمندر لاندې کېبلونو محدوده ګډودي هم کولای شي بانکي سیسټمونه، مالي راکړې ورکړې او نړیوالې اړیکې له ستونزو سره مخ کړي.
د تحلیل په دوام کې راغلي چې د ایران دا ګام یوازې لنډمهاله تاکتیک نه و، بلکې د «نوې مخنیوي تګلارې» برخه ګڼل کېږي؛ داسې تګلاره چې د جغرافیې او د نړیوال اقتصاد د انرژۍ او معلوماتو محدودو لارو ته پر اړتیا ولاړه ده.
راپور وايي چې بېلابېل هېوادونه، لکه چین او شمالي کوریا، اوس دغه ماډل په دقت څېړي څو پوه شي چې څنګه کولای شي د سترو پوځي قدرتونو پر وړاندې له اقتصادي او جغرافیایي تنګو لارو ګټه واخلي.
د «ان ډي ټي وي» په وینا، امریکا په پیل کې د ایران د اټومي پروګرام د درولو په موخه جګړې ته دننه شوه؛ هغه پروګرام چې ویل کېږي سلګونه کیلوګرامه غني شوي یورانیم پکې شامل و. واشنګټن تمه لرله ډونالډ ټرمپ به پوځي عملیات چټک او غوڅ کړي او دا به سیاسي بریا ورپه برخه کړي خو جګړه ورو ورو داسې پړاو ته داخله شوه چې پکې اصلي موضوع له اټومي تاسیساتو واوښته او ټول پام د نړیوال اقتصاد حیاتي کنټرول ته واوښت.
دغه رسنۍ په پای کې لیکي چې ښايي د دې جګړې تر ټولو لویه پایله دا وي چې ایران خپله مهمه وسله په توغندیو او ډرونونو کې نه، بلکې په «جغرافیه» کې وموندله؛ هغه وسله چې د شنونکو په باور کولای شي د راتلونکو کلونو لپاره د عصري جګړو معادلې بدلې کړي.
