د روان اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا او سیمهییزو همکاریو د پراختیا د هڅو په لړ کې، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید العیاش په کابل کې د قطر له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لورو په افغانستان کې د بشري مرستو، پراختیايي پروګرامونو او د ثبات ټینګښت لپاره د همکاریو د پراخولو او همغږۍ د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
همداراز، دواړو خواوو په افغانستان کې د بشري، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره پر ګډو همکاریو او دوامداره ژمنتیا ټینګار کړی.
د اسلامي همکاریو سازمان د استازولۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د بشري، پراختیايي او ثباتي هڅو د ملاتړ لپاره د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا د خبرو تر څڼګ د بشري، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو پر حل او د ګډ کار په دوام ټینګار شوی.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، اړتیا ده چې اقتصادي ملاتړ او پراختیايي پانګونې هم زیاتې شي، څو بنسټیزې پروژې فعالې او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. د هغه په خبره، چې خلکو ته کار ي فرصتونه برابر او ثابت عاید رامنځته شي، نو پر بشري مرستو تکیه به کمه او د خلکو اقتصادي توان به ښه شي.
سره له دې چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، هېواد ته د کډوالو بېرته ستنېدو هم اقتصادي اړتیاوې زیاتې کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام ویلي له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځه میلیونه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
ددغه پروګرام د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۲ اعشاریه ۸ تر ۲ اعشاریه ۹ میلیونه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي چې دې بهیر پر استوګنې، ښاري خدمتونو او اقتصاد سخت فشار راوستی دی.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي وایي، د کډوالو اړوند ادارې او مسوول بنسټونه دې د پناه غوښتونکو اساسي حقونه خوندي او د هغوی انساني کرامت او امنیت تضمین کړي. هغه ټینګار کوي چې پرېکړې باید د عدالت او نړیوالو قوانینو له مخې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له بهرنیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو، طبیعي ناورینونو او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی. دا هغه ننګونې بلل کیږي چې د بل هر وخت پرتله یې په هېواد کې د نړیوالو او سیمهییزو همکاریو اړتیا زیاته کړې ده.
