کابل؛ افاق خبري اژانس: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بېلابېلو برخو کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې د پنجشنبې په سهار د اسراییلو اپاچي چورلکو د لویدیځ دیرالبلح سیمه کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ دوه راکټونه ویشتلي، چې له کبله یې دوه کسان شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. دغه برید پرته له خبرتیا ترسره شوی او ودانۍ اور اخیستی دی.
سرچینه زیاتوي، د غزې ښار پر الشاطي کمپ د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې هم دری فلسطینیان شهیدان او دری نورو بیا د الدرج په ګاونډ کې په یوه بل برید کې ژوند بایللی دی. په التوم او جبالیا سیمو کې هم د بې ځایه شویو خیمې په نښه شوې دي.
د غزې کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د داخلي امنیتي ځواکونو دوه قومندانان شیهدان شوي دي.
