پر ټرمپ د پوځي مشر نیوکه؛ له ایران سره دې جګړه ودرول شي

پر ټرمپ د پوځي مشر نیوکه؛ له ایران سره دې جګړه ودرول شي

پر ایران د جګړې د پیل او دوام له امله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا مهال د سنا له استازو او سیاستوالو سربېره، د پوځ له ګڼو نیوکو سره هم مخ شوی دی.
تازه د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز، جنرال ډان کېن، ټرمپ ته ویلي چې واشنګټن دې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د وتلو یوه لار ولټوي.
جنرال ډان کېن ویلي، د جګړې د پراخولو لپاره اوسني پوځي انتخابونه ښايي د امریکا لپاره زیان اړوونکي وي.
کېن؛ ټرمپ ته د امریکايي پوځ د وړتیاوو ستایلو ترڅنګ د پوځي ځواک محدودیتونه، د امریکايي مهماتو د زېرمو کمېدل او د اوږدې جګړې له امله رامنځ‌ته کېدونکي احتمالي ګواښونه هم یاد کړي دي.
«له جګړې څخه د وتلو یوه لاره پیدا کول ضروري دي. که امر راکړل شي، موږ کولای شو هغوی له منځه یوسو، خو د پوځي ځواک محدودیتونه شته چې د اوږدې جګړې لپاره ګواښونه رامنځ‌ته کولای شي».

د ایران او امریکا ترمنځ د روان کال د اپرېل په اتمه د دوو اوونیو لپاره اوربند وشو، چې له غځېدو وروسته مات شو. وروسته امریکا یو ځل بیا پر ایران هوايي بریدونه وکړل او ایران هم په غبرګون کې په منځني ختیځ کې امریکايي اډې په نښه کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د ناکامې شوې هوکړې په اړه ایران تازه څرګندونې کړې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، له امریکا سره د خبرو اترو د هوکړې عمومي چوکاټ بشپړ شوی و، خو له ۲۴ ساعتونو څخه په کم وخت کې د مذاکراتو بهیر بدل شو او هوکړه پای ته ونه رسېده.
مسعود پزشکیان ویلي، د هوکړې د اعتبار د زیاتولو لپاره ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې وروستی لاسلیک وکړي، څو له هوکړې څخه د شاتګ امکان له منځه ولاړ شي.
پژشکیان له امریکا سره د دغې هوکړې په یوه بله برخه کې ویلي تهران له امریکا سره په تفاهم‌لیک کې هېڅ امتیاز نه دی ورکړی او د دواړو لورو ترمنځ د ژمنو عملي کول باید متقابل وي.
«موږ په تفاهم‌لیک کې هېڅ امتیاز نه دی ورکړی. ویل کېږي چې امریکا خپلو ژمنو ته عمل نه کوي؛ تر کومه چې هغوی عمل کوي، موږ هم عمل کوو. هغه څه چې موږ ترلاسه کړل، امتیاز و؛ دا چې امریکا له محاصرې لاس واخیست، په دې معنا نه ده چې موږ امتیاز ورکړی دی».
د ایران او واشنګټن ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره تر دې مهاله کوم بنسټیز پرمختګ نه دی شوی، خو داسې هیلې شته چې د عمان له لارې د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو په اړه خبرې ښايي د دغې اوږدې ستونزې د حل لپاره د خبرو دروازې یو ځل بیا پرانیزي.

مطالب بیشتر:  ټرمپ ته لیک: د مېشت‌غالو اوسېدونکي د اسراییلو امنیت ګواښي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *