ټرمپ: له ایران سره د جګړې دوام لپاره هېڅ دلیل نه وینم

ټرمپ: له ایران سره د جګړې دوام لپاره هېڅ دلیل نه وینم

کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،  له ایران سره د جګړې زیاتوالي ته لېوالتیا نه لري او د هغه په باور د شخړې د زیاتولو لپاره هېڅ دلیل نشته.

نوموړي د کانګرس په وروستیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند له ماتې وروسته په خپله لومړۍ ټلویزیوني مرکه کې سي بي اس نیوز ته ویلي، امریکایي رایه ورکوونکي له ایران سره د جګړې او د تېلو د بیو له لوړېدو څخه ناراضه دي. نوموړي له اسراییلو د امریکايي وګړو د ناخوښۍ خبره هم کړې.

د امریکا ولسمشر ادعا کړې، چې د ایران اټومي مواد تر خاورو لاندې شوي او په (کوه کلنګ) اټومي سایټ کې فعالیتونه کم شوي. هغه زیاته کړې، که امریکا اړتیا ولري چې په سایټ برید وکړي، نو دا کار په یوه ساعت کې کولای شي؛ خو په اوسني وضعیت کې، دا ډول اقدام اړین نه دی.

ټرمپ همدارنګه ویلي، چې د هرمز تنګی خلاص دی او کښتۍ پرې تېرېږي. هغه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د کښتیو د سکورټ په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، هغه هېوادونه چې واشنګټن یې ساتنه کړې باید د جګړې ټول لګښتونه ورکړي.

مطالب بیشتر:  د تهران او واشنګټن ترینګلتیاوې؛ عمان د پنجشنبې په ورځ جینوا کې د درېیم پړاو مذاکراتو کوربه دی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *