د تهران او واشنګټن ترمنځ د اقتصادي جګړې په لړ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې پر دغه هېواد د امریکا وروستي پراخ بندیزونه غندلي او هغه یې «اقتصادي ترهګریز» عملیات بللي دي.
عراقچي په دغه لیک کې لیکلي، چې امریکا نه یوازې د ایران پر وړاندې په دوو جګړو له ماتې سره مخ شوه، بلکې په دې جګړه کې یې د نورو هېوادونو د ښکېلولو تګلاره هم ناکامه شوه او اوس یې د تګلارې په بدلولو سره هڅې پیل کړې، څو د جبر او فشار له لارې، په ترهګریزو اقتصادي عملیاتو کې نور هېوادونه ښکېل کړي.
د امریکا د دغه اقدام هدف له ایران سره د قانوني اقتصادي اړیکو پای ته رسول دي. دغه اقدام په قصدي توکه ایرانیان خوړو، درملو، طبي وسایلو، انرژۍ او نورو اساسي اړتیاوو له لاسرسي محروموي. له امریکا وغواړئ چې سمدستي خپل هغه ګواښونه او جبري اقدامات ودروي کوم چې د درېیمو هېوادونو د قانوني اقتصادي اړیکو د بدلولو لپاره طرحه شوي دي».
په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، د ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونو په اړه د چین له دریځ هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې تهران او بېجېنګ ستراتیژیک ملګري دي.
«موږ د ایران پر ضد د غیرقانوني بندیزونو د ردولو په اړه د چین له اصولي دریځ هرکلی کوو. د ایران او چین هراړخیزه ستراتېژیکه ملګرتیا پر متقابل درناوي، د دواړو خواوو د ګټې پر بنسټ همکارۍ او د څو قطبي نړۍ پر ګډ لیدلوري ولاړه ده. دغه اړیکه د هېچا اجازې ته اړتیا نه لري.»
بلخوا، د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند ابوالفضل شکارچي ویلي، چې د ایران مخالفې رسنۍ د پوځي هدفونو په نوملړ کې شاملېدای شي. شکارچي زیاته کړې، چې د «بيبيسي، ایران انټرنشنل او راډیو فردا» په څېر رسنۍ په مستقیم ډول د دښمن له استخباراتي سازمانونو سره تړاو لري او د دغو رسنیو کارکوونکي یې د اسراییلو او امریکا سرتېري بللي.
«هغه کسان چې په دغو رسنیو کې فعالیت کوي، د صهیونیزم او جنایتکارې امریکا سرتېري ګڼل کېږي او حتا د پوځي هدفونو په نوملړ کې یې د شاملولو امکان شته؛ ځکه زموږ له نظره دا رسنۍ نه دي. په نړۍ کې هر ډول وینه تویېدنه او تاوتریخوالی د دا ډول رسنیو په ملاتړ ترسره کېږي».
د ویلو ده چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي جګړه د روانې اګسټ میاشتې له لومړیو درېدلې، خو د منځګړو هېوادونو له هلو ځلو سره سره، ترینګلتیاوې لا هم پر ځای دي. په همدې لړ کې، تمه ده نن پنجشنبه د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د زمینې برابرولو په موخه تهران ته سفر وکړي.
