له جګړې شا تګ؛ امریکا وايي له ایران سره د هوکړې پر چوکاټ خبرې شوې دي

له جګړې شا تګ؛ امریکا وايي له ایران سره د هوکړې پر چوکاټ خبرې شوې دي

د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیاوو په اوج کې، تمه وه امریکا او اسراییل یو ځل بیا په ګډه د ایران پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، خو د دواړو خواوو له متقابلو ګواښونو او ګوتڅنډونو وروسته، ډونالډ ټرمپ له خپلې پرېکړې په شا شو. ټرمپ ادعا کړې چې د ایران او د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران له بریدونو ډډه کړې او په خبره یې، د یوې هوکړې پر عمومي چوکاټ توافق شوی، چې له مخې به یې هرمز تنګي په سمدستي او بشپړ ډول پرانیستل شي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې اسراییل هم د برید نه کولو ژمنه کړې او له ټولو لورو یې غوښتي چې د هوکړې د وروستي کېدو لپاره هڅې وکړي.

«متحده ایالات د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د داسې پوځي ځواک، قدرت او برید لپاره بشپړ چمتووالی لري چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی. سره له دې، ایران او د منځني ختیځ یو شمېر نورو هېوادونو له موږ غوښتي چې له هر ډول برید ډډه وکړو، ځکه د یوې هوکړې پر عمومي چوکاټ توافق شوی دی. په دې کې د هرمز تنګي سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل هم شامل دي.»

په ورته وخت کې اکسیوس وېب‌پاڼې د امریکایي چارواکو او یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې او د ایران پر وړاندې یې د پلان شویو بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټرمپ یې غوښتي چې ترینګتیاوې راکمې او له بریدونو ډډه وکړي.

مطالب بیشتر:  ایراني چارواکي: اسلامي امارت سره د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کې همکارۍ ته چمتو یو

«د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران پر ضد د نویو بریدونو د پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له هغه یې غوښتي چې ترینګلتیا راکمه کړي او د بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.»

عراقچي، د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر، د ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په جلا – جلا ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې تهران د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت دفاع ته پوره چمتووالی لري او هر ډول برید ته به قاطع ځواب ورکړي.
د راپورونو له مخې، عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې خبرداری ورکړی، چې که د سیمې هېوادونه له امریکا او اسراییل سره همکاري وکړي، نو د ایران له پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.

«ایران د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت د دفاع او هر ډول برید ته د قاطع ځواب ورکولو لپاره بشپړ چمتووالی لري. همداراز، د امریکا او اسراییل هر ډول یرغل یا د هغوی له اقداماتو سره د سیمې د هېوادونو هر ډول همکاري به د ایران د وسله‌والو ځواکونو له پرېکنده غبرګون سره مخ شي.»

د راپورونو له مخې، د قطر او عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ ډیپلوماټیکې هلې ځلې روانې دي. ویل کېږي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي او د امریکا له استازي سټیو ویټکاف سره د قطري او عماني چارواکو جلا – جلا خبرو یو څه پرمختګ کړی، خو لا هم روښانه نه ده چې دغه پرمختګونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ د کمېدو او د ترینګلتیاوو د مهارولو لپاره کافي وي که نه.

مطالب بیشتر:  ایران د کومو افغان کډوالو د استوګنې جواز تمدیدوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *