د ټرمپ ګواښ او د قالیباف خبرداری

د ټرمپ ګواښ او د قالیباف خبرداری

د امريکا ولسمشر د ايران پر وړاندې د امريکا او اسرائيل د جګړې په دوه دېرشمه ورځ هم خپلو ضد او نقیضو څرګندونو ته دوام ورکړ. ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ژر تر ژره هوکړه ونه شي او يا هم په سمدستي ډول د هرمز تنګی پرانیستل نشي، نو نوموړی  به د ايران ټول برېښناکوټونه او د اوبو  تصفیه‌خونې په نښه او له منځه يوسي؛ هغه له دې خبرداري سره هم‌مهاله وویل، چې له ایراني لوري سره یې خبرې اترې هم کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړه: «د ایران نوی حکومت د پخواني حکومت په پرتله ډېر منطقي دی. ډېر پرمختګ شوی دی. که د هر لامل له مخې په نږدې راتلونکي کې هوکړه ونه شي، یا هم د هرمز تنګی سمدستي بېرته پرانیستل نشي، نو امریکا به د ایران ټول برېښناکوټونه، د تېلو زېربناوې، د خارک جزیره او ښايي د اوبو ټولې تصفیه‌خونې له منځه یوسي.

خو بل پلو، ایراني چارواکي دا ادعاوې په بشپړه توګه ردوي. د ایران د پارلمان رییس، د ټرمپ څرګندونو ته د هغه څه په اړه چې د نوي ایراني حکومت سره د خبرو په نوم یاد شوي، په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر خپلې هیلې د خبر په بڼه وړاندې کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې تر اوسه له امریکا سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي شوې.

محمدباقر قالیباف په دې اړه زیاته کړې: «دښمن خپلې هیلې د خبر په توګه وړاندې کوي او زموږ ملت ګواښي، دا هېڅ سم کار نه دی. که یو ګوزار وکړي، څو برابره ځواب به ترلاسه کړي. د ایران خلک به، ان‌شاءالله د ستر رهبر تر لارښوونې لاندې، دښمن پښېمانه کړي او خپل حقونه به ترلاسه کړي .»

مطالب بیشتر:  امیرخان متقي له علي‌رضا بیکدلي سره د سیاسي همکاریو په اړه غږېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا په دې اړه زیاته کړې: «موږ په دې ۳۱ ورځو کې له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه دي کړي. هغه څه چې شوي، د امریکا لخوا د خبرو غوښتنه وه. موږ مخکینۍ تجربې په خپله غوښه، پوست او هډوکو احساس کړي او هغه خیانت چې دوی وکړ هېڅکله به یې هېر نه کړو.»

په ورته وخت کې، د اسپانیا مرستیال لومړي وزیر اعلان وکړ چې خپل هوایي حریم یې د امریکایي نظامي الوتکو پر وړاندې تړلی دی. کارلوس کربو په دې اړه زیاته کړې: «اسپانیا خپل هوایي حریم د امریکا د نظامي الوتکو پر وړاندې تړلی دی. دا اقدام د اسپانیا د حکومت د هغه پریکړې برخه ده چې مخکې یې نیولې وه، څو په داسې جګړه کې، چې په یو اړخیز ‌ډول پیل شوې، برخه وانخلي او دا جګړه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.»

اخوا بیا ځینې راپورونه د امریکا حکومت وضعیت بل ډول انځور وړاندې کوي. وال‌سټریټ ژورنال د حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ خپلو مرستیالانو ته ویلي چې حاضر دی، پر ایران پوځي  برید پای ته ورسوي، حتا که د هرمز تنګی تړلی هم پاتې شي.

داسې ښکاري چې جګړه نه یوازې په جنګي ډګر کې، بلکې د روایتونو او لفظي کړکېچ په ډګر کې هم دوام لري او له جګړې سره هم مهاله د خبرې اترو راپورونه د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *