د واشنګټن او تهران کړکېچ؛ د هوکړې خبرې بیا ټکنۍ شوې

د واشنګټن او تهران کړکېچ؛ د هوکړې خبرې بیا ټکنۍ شوې

منځني ختیځ یوه ترینګلې شپه سبا کړه. د ایران او امریکا ترمنځ د غبرګو بریدونو ترڅنګ، پر افغانستان د پاکستان برید، د حزب‌الله او اسراییلوپوځي عملیاتو راپورونه هم خپاره شوي دي.
په یو وخت کې په څو جبهو کې د جګړو پراخېدو یو ځل بیا په سیمه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.
امریکا ویلي چې د عمان سمندر کې د خپلې یوې چورلکې د نسکورېدو په غبرګون کې یې د ایران په سوېل کې پر څو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا پوځ ویلي چې د بریدونو په درېیو پړاوونو کې یې ۲۰ موخې په نښه کړي، چې رادارونه، د هوايي دفاع سیسټمونه او توغندیز تاسیسات پکې شامل دي خو څو ساعته وروسته سینټکام د عملیاتو د پای اعلان وکړ.
بل لور بیا، ایران ویلي چې سپاه پاسدارانو او د دغه هېواد پوځ د بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې ۲۱ موخې یې په نښه کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په دې وروستیو کې یې ویلي وو په یوه اوونۍ کې به پر ایران بریالی شي، ویلي چې
هېواد یې اړ شو د ایران له لوري د امریکا پر پرمختللې اپاچي چورلکې د برید غبرګون کې ورته ګام واخلي.

بل لور بیا د تهران چارواکي هم د هر ډول برید پر وړاندې د خپلې خاورې د دفاع خبره کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، که امریکا غواړي ځواکونه یې خوندي پاتې شي، نو سیمه دې پرېږدي.
هغه پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به هېڅ برید او یا ګواښ بې‌ځوابه پرې نه ږدي.

مطالب بیشتر:  سعودي عربستان: غزه کې د اسراییلي رژیم کړنې وحشیانه دي

د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ښکیلتیا زیاتېدو، خبرې اترې د بل هر وخت پرتله زیاتې څنډې ته کړې دي او په اوسنیو شرایطو کې د دواړو لوریو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو یا کومې هوکړې ته د رسېدو نښې نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *