په منځني ختیځ کې وضعیت لا هم ترینګلی دی. ایران په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو په غبرګون کې پر اسراییلو برید وکړ او هغوی هم په ځواب کې د ایران پر خاوره بریدونه ترسره کړل.
د منځني ختیځ په کچه د جګړې د نوي پړاو د پیل په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، ایران او اسراییلو د یو بل پر ضد د پوځي عملیاتو د درولو اعلان کړی دی.
د ایران او اسراییلو ترمنځ یوه ورځ ورته بریدونه وکړل . د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د اسراییلو له لومړي وزیر سره یې په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د ایران پر ضد د برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي ډېر ژر د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شي.
ټرمپ رسنیو ته ویلي چې د منځني ختیځ پنځو هېوادونو ورسره اړیکه نیولې او غوښتنه یې ترې کړې چې پر بنیامین نتنیاهو فشار راوړي څو پر ایران بریدونه ودروي.
د امریکا ولسمشر ویلي چې متحده ایالات ښايي په راتلونکو دوو اونیو کې د ایران پر وړاندې «بشپړه بریا» اعلان کړي. هغه ادعا کړې چې ایراني مرکچیان «چمتو دي هر څه موږ ته راکړي».
ټرمپ دغه څرګندونې د دوشنبې په ماښام په یوې ټیلیفوني غونډه کې وکړې چې د جمهوري غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام او د جنوبي کارولینا ایالت د والي د څوکۍ نوماندې پامیلا اوېټ د ملاتړ لپاره جوړه شوې وه.
بل لور ته، د ایران د مجلس مشر محمد باقر قالیباف وایي چې د ډیپلوماټیک ځواک او پوځي ځواک ګډول کولای شي دښمن شاتګ ته اړ کړي.
سره له دې چې ایران او اسراییلو د پوځي عملیاتو د درولو اعلان کړی، د امریکايي او ایراني چارواکو څرګندونې ښيي چې ترینګلتیا لا هم دوام لري.
په داسې حال کې چې واشنګټن د نښتو د مهارولو لپاره د فشار راوړلو خبره کوي، تهران په ورته وخت کې د ډیپلوماسۍ پر دوام او د پوځي چمتووالي پر ساتلو ټینګار کوي. دغه وضعیت د منځني ختیځ د ثبات راتلونکی لا هم له ناڅرګند حالت سره سره مخ کړی دی.
