د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا، د «پرمختګ غوښتونکو» یوې غونډې ته د وینا پر مهال، منځني ختیځ کې پر پوځي مداخلو سخته نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په دې سیمه کې رامنځته شوې ډېری جګړې د ناسمو ادعاوو او روایتونو پر بنسټ پیل شوې دي.
هغه په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له لوري د عراق جګړې پیل ته په اشارې ویلي، چې دا جګړه د ډلهییزو وژونکو وسلو د شتون په ادعا توجیه شوه؛ هغه ادعا چې وروسته پرې شکونه راپورته شول. لولا همداراز په ۲۰۱۱ کال کې پر لیبیا پوځي برید د دې ډول مداخلو بله بېلګه وبلله چې د لانجمنو روایتونو پر بنسټ رامنځته شوې وه.
د برازیل ولسمشر د خپلو خبرو په دوام، د سیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې، غزه کې د اسراییلو پوځي عملیات او پر لبنان یې بریدونه د همدې تګلارې دوام وباله؛ هغه تګلاره چې د ده په وینا پر ناسمو ادعاوو او تاوتریخجنو سیاستونو ولاړه ده.
هغه د خپلو خبرو په پای کې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره، چې د ایران پر وړاندې د امریکا احتمالي برید د څه لپاره مطرح کېږي؟ او د دا ډول کړنو د بیا تکرار په اړه یې ژوره اندېښنه وښوده.
