د سيانان د راپور له مخې، د ایران د جګړې له پیل سره هممهاله د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه په بېساري ډول را ټیټه شوې او ټرمپ ته د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو پېښماني ورځ تر بلې روښانه کېږي.
سره له دې چې مخکې هم د ټرمپ یو شمېر ملاتړو دا اندېښنې لرلې، خو وروستیو نظرپوښتنو ښودلې چې دې اندېښنو اوس جدي بڼه خپله کړې. د ماساچوسټس امهرسټ پوهنتون د YouGov نظرپوښتنه ښيي، هغه رایه ورکوونکي چې پر خپل انتخاب «ډېر باوري» وو، له ۷۴ سلنې اوس ۶۲ سلنې ته راکم شوي دي.
په دې نظرپوښتنو کې، ټرمپ ته د رایه ورکوونکو ۳۸ سلنه کسانو اوس د «ځینې اندېښنې»، «متناقض احساسات» یا «لږ پښېماني» انتخابونه کړي دي؛ هغه شمېر چې د کامالا هریس د رایه ورکوونکو په پرتله دوه برابره دی. همداراز، ۲۱ سلنه نور وایي چې پر اندېښنو سربېره، لا هم پر خپله رایه او انتخاب باور لري.
په دې منځ کې، د هغو کسانو ونډه چې نور بشپړ باور نه لري او لږ تر لږه «دوهګوني احساسات» لري، شمېر یې له ۸ سلنې ۱۷ سلنې ته لوړ شوی دی. یوازې ۵ سلنه خلکو ویلي چې دوی پوره پښېمانه دي، خو شمېرې ښيي چې اصلي پښېماني تر دې لوړه ده؛ ځکه د ټرمپ یوازې ۸۴ سلنه رایه ورکوونکو ویلي، چې که بیا یې رایه ورکولای شوای، نو ټرمپ ته به یې ورکړې وه.
په یوه بله نظرپوښتنه کې بیا راغلي، چې ټرمپ ته شاوخوا ۱۳ سلنه رایه ورکوونکي، تر یوه بریده پر خپله رایه پېښمانه دي او دا کچه له ۳۰ کلونو کم عمره ځوانانو، په ځانګړي ډول هسپانوي الاصله امریکایانو ترمنځ زیاته ده.
د سيانان په راپور کې وړاندې راغلي، دا شمېر ښیي چې ټرمپ ته له هرو ۸ رایه ورکوونکو، ۶ یې په یو ډول د پېښمانۍ احساس لري او دا به پر راتلونکو ټاکنو مهم سیاسي اغېز ولري.
همدارنګه، د سيانان وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې د ټرمپ یو شمېر ملاتړي، په مهمو موضوعاتو کې د هغه له کړنو ناراضه دي. سيانان د دې نظرپوښتنې جزیات په لاندې ډول وړاندې کړي:
- په ټولیز ډول: ۲۲٪
- بهرنی سیاست: ۲۵٪
- د ایران موضوع: ۲۸٪
- اقتصاد: ۳۰٪
- انفلاسیون: ۳۹٪
- د سون توکو بیې: ۴۵٪
دا په داسې حال کې ده چې حتا د سپین پوستو کارګرانو ترمنځ، چې د ټرمپ مهم ملاتړي ګڼل کېږي، هم د هغه د ملاتړ کچه له ۶۳ سلنې ۴۹ سلنې ته راټیټه شوې ده. سيانان په پای کې وایي، که څه هم ټول دا کسان ښایي د «پښېمانۍ» کلمه ونه کاروي، خو د باور کمېدل او شک زیاتېدل په ښکاره ډول لیدل کېږي.
