د امریکا او ایران ترمنځ د متقابلو بریدونو له درېدو دوې ورځې وروسته، د دواړو لورو ترمنځ ډیپلوماټیکې هلې ځلې یو ځل بیا ګړندۍ شوې دي. تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ويلي، چې امریکایان د پیغامونو په تبادله بوخت دی، خو په خبره یې، د تهران لومړیتوب له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خلکو ساتنه ده.
هغه له ایراني رسنیو سره خبرو کې، امریکا د اسلامآباد د تفاهملیک پر نقضولو تورنه کړې او د امریکا وروستۍ پرېکړې ته په اشارې یې ویلي، چې دا په تېر یوه کال کې درېیمه ورته پرېکړه ده.
«امریکایان د پیغامونو تبادله کوي، خو زموږ لومړیتوب د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او د خلکو ساتنه ده. هېره دې نه کړو چې دا په تېرو یو کال کې درېیم ځل دی چې داسې پېښه رامنځته کېږي. په دوو مخکینیو ځلونو کې هم، په داسې حال کې چې موږ په مذاکراتو بوخت وو، د امریکا او اسراییلو له بریدونو سره مخ شو».
که څه هم امریکا او ایران پر یو بل د بریدونو درولو پرېکړه کړې، خو اخوا بیا د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتې دوام لري. تازه د یمن حوثیانو د سعودي عربستان د بېپیلوټه الوتکې د راغورځولو خبر ورکړی دی. د المیادین خبري شبکې د راپور له مخې، حوثي ځواکونو چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سعودي عربستان د تېلو لېږدوونکې درې بېړۍ په نښه کړې دي.
«د یمن وسلهوالو ځواکونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سعودي د تېلو لېږدوونکې درې بېړۍ په نښه کړې دي. همداراز، د دوشنبې ورځې راهیسې تر دې دمه، په سره سمندر کې د سعودي عربستان اړوند د بېرته ګرځول شویو بېړیو شمېر ۱۶ ته رسېږي».
ورته مهال، رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر ساحلي نفتي تاسیساتو د حوثیانو له بریدونو وروسته، په بابالمندب تنګي کې د بېړیو تګ راتګ کم شوی دی.
«د بېړۍ چلونې تحلیلي پلټفور کپلر د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ یوازې ۱۱ بار وړونکې بېړۍ له بابالمندب تنګي تېرې شوې، چې دا په وروستیو میاشتو کې تر ټولو ټیټه کچه ده».
د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمېدو په لړ کې، تهران اوکراین ته خبرداری ورکړی، چې په خزر سمندر کې پر یوې ایرانۍ سوداګریزې بېړۍ برید به بېځوابه پاتې نه شي. د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسیون رییس، ابراهیم عزیزي ویلي، هر هغه هېواد چې پر ایران برید وکړي، د خپلو اقداماتو بیه به پرې کړي.
