په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پرون له امریکایي لوري سره هر ډول مذاکرات رد کړل، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یو ځل بیا له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، چې د ایران په غوښتنه مذاکرات روان دي او ښایي یوې پایلې ته ورسېږي. هغه همداراز ټینګار کړی، چې دا د تهران لپاره د تړون لاسلیک کولو وروستی فرصت دی.
«زما په اند، ښايي یوې پایلې ته ورسېږو، خو غواړم د ایران رهبرانو ته د وروستي فرصت تر بریده وخت ورکړم، مخکې له دې چې د هغوی د مشرانو د له منځه وړلو اقدام وشي. هغه څه چې موږ یې پلان لرو، او لا هم پر خپل ځای دي، ترسره کول یې ډېر سخت او جدي کار دی. ګورو چې څه به کېږي، خو دا بېخي دروند اقدام دی.»
ورته مهال، د سټراټیژیکو او نړۍوالو مطالعاتو مرکز د منځني ختیځ څانګې مشرې مونا یعقوبیان بلومبرګ ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې ایران باور لري له امریکا سره په جګړه کې برلاسی دی؛ ځکه د ټرمپ ادارې څو ځله له خپلو سختو ګواښونو شاتګ کړی دی.
«هر ځل چې ټرمپ ګواښ کوي، ایران دا پیغام اخلي چې امریکا کمزورې ده او تهران په دې شخړه کې برلاسی دی.»
اخوا بیا د ایران د سپاه پاسداران پخواني قوماندان او د دغه هېواد د مشر لوړپوړي پوځي سلاکار محسن رضایي، له ایراني رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ درېمه جګړه د لارې په منځ کې ناکامه شوه.
محسن رضایي د لوېدیځې اسیا اوسنیو حساسو شرایطو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی، چې د امریکا اوسني اقدامات ښايي د درېیمې نړیوالې جګړې د پیل لپاره زمینه برابره کړي.
امریکایي چارواکي داسې مهال ایران سره د خبرو اترو د پیل او دوام خبرې کوي، چې په سیمه کې لا هم وضعیت نورمال نه دی او تازه د یمن حوثیانو د ګواښونو له امله، د سعودي عربستان د تېلو لېږدوونکو شپږو بېړیو په عدن خلیک کې خپل مسیر بدل کړی او بابالمندب له تنګي یې د تېرېدو ډډه کړې ده.
