ایران سره جګړه کې د ټرمپ دوه‌ګونی چلند؛ په ظاهره توند خو په ښکاره ژورې اندېښنې

ایران سره جګړه کې د ټرمپ دوه‌ګونی چلند؛ په ظاهره توند خو په ښکاره ژورې اندېښنې

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د ایران پر وړاندې جګړه کې د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ علني او د پردې تر شا د ژورو اندېښنو او چلند ارزونه کړې ده.

د دې راپور پر بنسټ، ټرمپ په عمومي فضا کې له توندو او ګواښوونکو ادبیانو سره راڅرګندېږي، خو په شخصي ناستو کې د جګړې د پایلو، په ځانګړي ډول د انساني تلفاتو او سیاسي لګښتونو په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دی. باخبره سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي چې هغه د امریکا د تېرو بهرنيو جګړو د لوړو لګښتونو د بیا تکرار وېره لري.

وال‌سټریټ ژورنال وځپاڼه وړاندې لیکي، چې د امریکا ولسمشر د پرېکړو په بهیر کې له یو ډول دوه‌ګوني حالت سره مخ و او «د جګړې پراختیا او خبرو ترو پر لور حرکت ترمنځ زړه نازړه و. هغه هڅه کوله چې د توندې لهجې په کارولو سره مقابل لوری تر فشار لاندې راولي او د مذاکراتو مېز ته یې راکش کړي.

دا راپور همداراز کاږي، سره له دې چې ټرمپ په ظاهره توند دریځ درلود، خو په عمل کې یې د لوړو تلفاتو او د ځمکنیو ځواکونو له لېږد ډډه کوله او هڅه یې دا وه، چې د جګړې کنټرول او پای ته رسولو لپاره لاره ومومي. د دې ورځپاڼې په وینا، په دې کړکېچ کې د هغه د مدیریت سبک «شخصي او تر یوه حده نامنسجم» بلل شوی او په ځینو مواردو کې یې د ملي امنیت له ټیم سره له بشپړې همغږۍ پرته دریځونه نیولي دي.

د دې راپور په یوه بله بررخه کې راغلي، چې ټرمپ فکر کاوه په دې جګړه کې بریا کولی شي د نړۍوال نظم د بیا تعریف فرصت برابر کړي، خو په عمل کې له داسې ننګونو سره مخ شو لکه د لوېدیځو متحدینو د ملاتړ کمېدل، اقتصادي فشارونه او د کورنۍ نارضایتۍ زیاتوالی. ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې ځینې پوځي لاسته راوړنې موجودې وې، خو دا لاسته‌راوړنې یوه پرېکنده بریا ته ونه رسېدې.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ پر متناقضو څرګندونو نیوکې؛ آیا امریکا د ایران پر وړاندې ماته خوړلې؟

وال‌سټریټ ژورنال د دې راپور په پای کې لیکلي، که څه هم تر اوسه د جګړې راتلونکی ناروښانه دی، خو چې د دغو ټولو عواملو ټولګې ټرمپ دې ته وهڅاوه، چې ایران سره په یو ډول اوربند ته مخه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *