۶۳ افغانان په غیرقانوني ډول ترکیې ته د داخېلېدو په تور نیول شوي

۶۳ افغانان په غیرقانوني ډول ترکیې ته د داخېلېدو په تور نیول شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ترکيې پولیسو په حکاري ولایت کې د هغه ۶۳ افغانانو د نیولو خبر ورکړی چې هڅه یې کوله په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته داخل شي.

د حکاري پولیسو څانګې نن سهار په یوه بیان کې ويلي، چې یاد کسان د نومبر په ۶مه د حکاري څارنوالۍ له دفتر سره په همغږۍ نیول شوي. د پولیسو په وینا، یو بل کس هم د کډوالو د تنظیم او لېږدولو په تور نیول شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ۶۳ نیول شوي کسان د قانوني اجرااتو لپاره د دغه هېواد اغرې ولایت ته سپارل کېږي. د حکاري پولیسو څانګې، د کډوالو د قاچاق پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې ترکیه اروپا ته په قاچاقي ډول د کډوالو د رسېدو تر ټولو مهمه لاره ده. کډوال د ترکیې له لارې غواړي څو اروپايي هېوادونو ته واوړي.

مطالب بیشتر:  د افغانانو بې‌وسي او د ګاونډیو ظلم؛ پاکستان کې د کډوالو نیول او زورول بیا زیات شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *