کابل؛ افاق خبري اژانس: «ټروټاوټ» رسنۍ راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالو او ګمرک ادارې د افغان کډوالو د جبري ایستلو الوتنې لغوه کړې، خو په خپلو توقیف ځایونو کې یې د افغان کډوالو نیولو ته دوام ورکړی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۸زره افغانان له امریکا څخه افغانستان ته د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي؛ همدارنګه له هغه راهیسې چې د ټرمپ ادارې د بیا مېشتېدنې لړۍ ځنډولې، له زرو ډېر نورو په قطر کې د امریکا په پخوانۍ پوځي اډه کې بې برخلیک پاتې دي.
راپور زیاتوي، د لړم په ۱۲مه او ۲۵مه، دوه الوتنې چې ټاکل شوې وه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي لغوه شوې؛ لومړۍ الوتنه وروسته له هغه وځنډول شوه چې د امریکا یوه فدرال قاضي د لنډ وخت لپاره د پناه غوښتونکو د ایستلو پروسې د بندلو غوښتنه وکړه.
د دغه راپور په بله برخه کې راغلي، یو افغان ډاکټر چې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره یې مرسته کړې وه، د ۲۰۲۴ کال له دسمبر میاشتې راهیسې د امریکا د کډوالو ادارې په توقیف کې دی؛ د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی او روغتیايي وضعیت یې د خرابېدو په حال کې دی.
سرچینه زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې، د امریکا د کډوالۍ قاضیانو لخوا د افغانانو د پناه غوښتنې شاوخوا ۸۸ سلنه غوښتنلیکونه منل شوي وو، خو دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر او ۲۰۲۶ کال د سپتمبر ترمنځ له ۵۵ سلنې څخه کم شوی دی.
