پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۷۹۶ افغانان نیول شوي

پاکستان کې په یوه اوونۍ کې ۷۹۶ افغانان نیول شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ګډ راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارو د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې ۷۹۶ افغانان نیولي دي. د راپور له مخې، د نیول شویو افغانانو ۹۹ سلنه د افغان تابعیت کارت لرونکي او بې‌اسناده کسان دي.

سرچینه زیاتوي، یاد کسان په بلوچستان، خیبر پښتونخوا، پنجاب او اسلام‌ اباد کې نیول شوي. همدارنګه، په همدې موده کې ۴ زره او ۶۶۲ افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې ۸۰۹ تنه یې له پاکستانه ایستل شوي دي.

د دغه راپور د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۷مې پورې نږدې ۲ میلیونه،  ۷۵۸ زره او ۹۵۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

مطالب بیشتر:  د افغان کډوالو ایستلو ضرب‌الاجل پای‌ته دوه ورځې؛ د پاکستان نفرت به تر کومه دوام ولري؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *