کابل؛ افاق خبري اژانس: د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ازبیکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربېک قاسموف سره په لیدنه کې د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د درملو د سوداګرۍ کچې لوړولو، د شویو ژمنو پر عملي کولو او د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، ازبیک پلاوي هم له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو لېوالتیا ښودلې، او په دې برخه کې یې د تجربو او نوښتونو د شریکولو ډاډ ورکړی دی.
بلخوا د ننګرهار ولایت د دفتر رئیس عبدالله ساجد بیا د ازبیکستان د درملو ادارې له مرستیال ظفربېک قاسیموف غوښتي چې افغانستان ته باکیفیته درمل په مناسبو بیو صادر کړي.
