کابل؛ افاق خبري اژانس: د روغتیا دوهم ملي او نړیوال نندارتون کې د افغانستان، هند، ترکیې او ایران د شرکتونو ترمنځ د سوداګرۍ او روغتیايي اړیکو د پراختیا په موخه غونډه ترسره شوې.
د دغې غونډې په پای کې، ګډونوالو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د روغتیا محصولاتو د تبادلې او ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان بیا ویلي، دغه وزارت هڅه کوي څو په روغتیايي سکتور کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.
د روغتیا دوهم ملي او نړیوال پنځه ورځنی نندارتون پرون پای ته ورسېد، چې موخه یې د روغتیايي سکتور د ظرفیتونو معرفي کول، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او د پانګونې راجلبول وو.
