د پاکستان پخواني پوځي او سیاسي شنونکي عادل راجا د ایران بهرنیو چارو وزیر او د اسلامي امارت د مالیې وزیر ترمنځ وروستۍ لیدنې ته په اشارې، د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړې. هغه د پاکستان له پالیسیو د امریکا، ایران، افغانستان، چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نارضایتۍ ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د منیر متضادو ژمنو او د پوښتنې وړ ډیپلوماسۍ د پاکستان بهرني اعتبار له خطر سره مخ کړی او د دغه هېواد ملي ګټې یې د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني کړې دي.
