کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP)، د سویلي کوریا په مالي ملاتړ، په افغانستان کې د زیانمنونکو ټولنو د ملاتړ لپاره د «REVIVE» پروګرام دوهم پړاو په ۶ میلیونه ډالرو بودجې سره بیا پیل کړ.
ټاکل شوې، له دې پروګرام څخه په کابل، غزني، پکتیا، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې، له ۳۸۶زرو زیاتو کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د اوبو لګولو کانالونو، سړکونو، د اوبو رسولو شبکو او د سېلابونو د ساتنې تاسیساتو بیارغونه، د لنډمهاله دندو رامنځته کول، د بزګرانو او کوچنیو سوداګریو ملاتړ د دې پروګرام اصلي برخې دي.
دغه پروګرام دا هم ویلي، چې د ښځو او ځوانانو لپاره د عاید ترلاسه کولو فرصتونو د زیاتوالي، د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ګواښ کمولو او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي ښه کولو لپاره به کار وکړي.
دا پروګرام په داسې حال کې پیلېږي، چې د کډوالو پراخې راستنېدنې، د نړیوالو مرستو کمښت او طبیعي پېښو په افغانستان کې پر زېربناوو، عامه خدمتونو او کار فرصتونو باندې فشار زیات شوی دی.
