د عدن پر لور د حوثیانو پرمختګ؛ حکومت خپل ځواکونه د دفاع لپاره چمتو کړي

د عدن پر لور د حوثیانو پرمختګ؛ حکومت خپل ځواکونه د دفاع لپاره چمتو کړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، حوثي ځواکونو د یمن د لحج ولایت د دوو ولسوالیو له نیولو وروسته په عدن ښار کې د حکومت موقتي مرکز  ۶۰ کیلومترۍ ته پرمختګ کړی دی.

د راپور له مخې، د عدن د دفاع لپاره ګمارل شويو حکومتي ځواکونو خپلې پوستې پیاوړې کړې او د باب المندب تنګي ته څېرمه، سیمو یې خپل یو شمېر ځواکونه ښار ته لېږدولي دي. حوثيانو هم په تخلیه شویو سیمو کې د خپلو ځواکونو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سره سمندرګي په سواحلو کې د حوثيانو پرمختګ، باب المندب تنګي ته نږدې سیمو باندې کنټرول پراخ کړی؛ هغه لاره چې د اسیا او اروپا ترمنځ د نړۍ د سوداګرۍ لپاره مهمه ده.

مطالب بیشتر:  د ایران – اسراییل ترمنځ د جوړجاړي هڅې؛ د جګړې او سولې ګټونکی څوک دی؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *