بلخ کې سوداګر په کمرګ کې د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کوي

بلخ کې سوداګر په کمرګ کې د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: په بلخ ګمرک کې سوداګر وایي، د پخوا په پرتله د سوداګرۍ کچه څو برابره لوړه شوې او خدمات ۲۴ ساعته شوي؛ خو د مالونو د ساتنې ځایونو نشتوالی او د ګمرکي چارو ځنډ یې عمده ستونزې دي. دوی اندېښنه لري چې د ژمي په رارسېدو به یې مالونه په ازاده فضا کې خراب شي او له مسوولینو د دایمي او موقتي هنګرونو او د مالونو د خوندیتوب لپاره د مناسبو ځایونو د جوړولو غوښتنه کوي.

بل لور ته د بلخ سیمه‌ییز چارواکي د سوداګرو اندېښنې پر ځای بولي او وایي، د تېر په پرتله یې د ګمرکي اسنادو د طی مراحلو بهیر اسانه کړی. د چارواکو په وینا، د سوداګرو ستونزې یې له اقتصادي کمېسیون سره شریکې کړې، او ژر به د سوداګریزو مالونو د خوندیتوب لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله هنګرونه جوړ شي.

بلخوا د اقتصادي چارو شنونکی کمال کاکړ بیا وایي، د سوداګریزو توکو د خوندي ساتنې لپاره باید د هېواد په ټولو بندري ولایتونو کې د هر موسم له شرایطو سره برابر معیاري ګدامونه جوړ شي. هغه زیاتوي، که د سوداګرو مالونه د مناسبو ګدامونو د نشتوالي له امله زیانمن شي، ښایي د توکو د بیو د لوړېدو لامل شي.

په بلخ ګمرک کې د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدو سره د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ بهیر هم پراخ شوی، چې ورسره د مالونو د ساتنې لپاره د مناسبو ځایونو اړتیا زیاته شوې ده.

د سوداګریزو توکو د ساتنې لپاره د معیاري ګدامونو جوړول یوازې د سوداګرو د مالونو د خوندیتوب موضوع نه ده، بلکې د سوداګرۍ د دوام، د توکو د رسد او په بازارونو کې د بیو د ثبات لپاره هم ارزښت لري.

مطالب بیشتر:  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *