د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چین د اروپا د موټر جوړونې صنعت تر واک لاندې راوستی، او اروپايي شرکتونو په چین کې پانګونې ته مخه کړې ده.
د هغه په خبره مرسډېز بېنز په دې وروستیو کې په جرمني کې د لوړو لګښتونو له امله نوې پانګونه کنګل کړې او ولکس ویګن په چین کې د موټرو پراختیا او تولید ستراتیژۍ ته مخه کړې. د نوموړي په وینا، اروپا د غیر صنعتي کېدو له ګواښ او په چین کې د تولید شويو توکو وارداتو ته اړه شوې ده.
