کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو په غونډه کې ویلي، په سیمهییزو همکاریو کې د افغانستان بشپړ ادغام د امنیت ډاډمنولو او د ترهګرۍ په اړه د ګاونډیو هېوادونو اندېښنو ته رسېدنې پورې تړلی دی.
هغه زیاته کړې، یو باثباته افغانستان چې له خپلو ګاونډیو سره سولهییزې اړیکې لري، کولای شي د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا له لارې د هېواد او ټولې سیمې خلکو ته ګټه ورسوي.
ډار ټینګار کړی، چې ناامني او د هېوادونو ترمنځ ناحل شوي کړکېچونه کولای شي په سیمه کې د سوداګرۍ لارې، پانګونې او اقتصادي پروژې زیانمنې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایکو سازمان غړي هېوادونو وزیران په اسلام باد کې د دغه سازمان د وزیرانو په ۳۰مه سرمشریزه کې تر ۲۰۳۵ کال پورې د سیمهییزو اړیکو، سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي همکاریو د چوکاټ پیاوړتیا په اړه بحث کوي، او اسلام اباد د اسلامي امارت استازی نه دی بللی.
