په درېیو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه لاسلیک شول

په درېیو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه لاسلیک شول

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د کندز، هرات او میدان وردګ ولایتونو د درېیو صنعتي پارکونو تفصیلي پلانونه لاسلیک کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، د کندز ولایت د عبدالرحمن بن سمره صنعتي پارک پر ۱۰ زره جریبه ځمکه د ۲۴۳ صنعتي نمرو په لرلو، د هرات ولایت د مولانا جامي صنعتي پارک پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۴۸۶ صنعتي نمرو په لرلو او د میدان وردګ ولایت د کوتل تخت په سیمه کې د محمد بن قاسم صنعتي پارک پر ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د ۲۷۷ صنعتي نمرو په لرلو طرحه شوی دی.

د یادو درېیو صنعتي پارکونو ټوله ځمکه ۱۲ زره جریبه ده او د صنعتي نمرو شمېر یې ۱۰۰۶ ته رسېږي. د دغو پلانونو د پلي کېدو موخه د صنعتي فعالیتونو لپاره د معیاري او منظمو ساحو رامنځ‌ته کول، د ځمکې اغېزمن مدیریت، د پانګوالو هڅول او د هېواد د صنعتي پراختیا لپاره د مناسبو شرایطو برابرول دي.

مطالب بیشتر:  د پاکستان د فشار وسیله؛ افغانستان پر پاکستان خپله سوداګریزه اتکا را کمه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *