کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي روحالله هوتک د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره د برېټانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي د هڅو په اړه ویلي، د قطر، چین او ترکیې د منځګړیتوب هڅو تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې څرګنده پایله نه ده لرلې. د نوموړي په باور، د کابل او اسلام اباد ترمنځ ستونزې یوازې ډیپلوماتیکې نه، بلکې امنیتي اندېښنې، متقابل بېباوري، سرحدي پېښې او د سیاسي دریځونو اختلافات هم د دغه کړکېچ د ژورتیا لامل شوي دي.
هوتک ویلي، برېټانیا له کابل او اسلام اباد دواړو سره اړیکې لري او د سیمهییزو سیاسي معلوماتو او نړیوال ډیپلوماتیک نفوذ له ظرفیت څخه برخمنه ده. د هغه په باور، دغه هېواد کولای شي د یوه منځګړي په توګه د دواړو لورو امنیتي اندېښنې په جلا او متوازن ډول وارزوي او د خبرو اترو د دوام او د باور جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې، د برېټانیا نفوذ پر پاکستان نامحدود نه دی، خو دغه هېواد په ځانګړي ډول هغه مهال چې له کورنیو کړکېچونو او ستونزو سره مخ شي، د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو او سیاسي ملاتړ لپاره دغه هېواد ته مراجعه کوي. د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور کچه ډېره ټیټه شوې او د پاکستان له لوري پر خپلو ژمنو د نه درېدو، ناسمو تبلیغاتو او د خبرو په برخه کې د عملي اقداماتو نشتوالي دغه بېباوري لا زیاته کړې ده.
دغه شنونکي ویلي، پاکستان تل د خبرو اترو او جرګې خبره کړې، خو په عملي ډګر کې یې هڅه کړې چې له مسوولیت منلو ځان لرې وساتي. د نوموړي په باور، د اختلافاتو د بشپړ حل لپاره د پاکستان سیاسي اراده، متقابل درناوی، د عملي ژمنو منل او پر هغو عمل کول بنسټیز اهمیت لري.
د هوتک په خبره، چې د برېتانیا ځانګړي استازي داسې مهال پاکستان ته سفر کړی، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي بېباوري، امنیتي اختلافات، سرحدي تګ راتګ او سوداګري له جدي ستونزو سره مخ ده او په ډېرو برخو کې محدود شوې ده. د هغه په باور، دغه سفر کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او توازن د بیا رامنځته کولو لپاره زمینه برابره کړي او د پوځي او لفظي تقابل پر ځای د خبرو اترو فضا پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو او سرحدي دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ناوړه اغېزې کړې. د هغه په وینا، برېټانیا کولای شي د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو، د بشري مرستو د لېږد او د سرحدي تګ راتګ د بیا فعالولو لپاره د تفاهم زمینه برابره کړي.
دغه شنونکي ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې، د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملکي وګړو خوندیتوب هغه مهم موضوعات دي چې په یوه منظم ډیپلوماتیک چوکاټ کې باید وڅېړل شي. د نوموړي په باور، د تورونو او متقابلو فشارونو پر ځای باید د سرحدي پېښو د څېړلو او د ادعاوو د ارزونې لپاره ګډ میکانیزم رامنځته شي، څو د دواړو لورو ترمنځ متقابله بېباوري راکمه شي.
