کمال کاکړ: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو پراختیا د افغانستان په ګټه ده

کمال کاکړ: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو پراختیا د افغانستان په ګټه ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اقتصادي چارو شنونکي کمال کاکړ د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه ویلي، چې افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري، خو په بېلابېلو برخو کې یې د استخراج او اغېزمنې استفادې لپاره تر اوسه کافي کار نه دی شوی. د نوموړي په باور، له بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصادي قراردادونو پراختیا، په ځانګړي ډول له روسیې سره همکاري، کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځ‌ته کولو او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبوي.

کاکړ ویلي، د کانونو او نفتو په برخه کې د روسیې د شرکتونو او بانکونو تجربه، تخنیکي وړتیاووې او پانګونې کولای شي د افغانستان لپاره ګټورې تمامې شي. د هغه په وینا، افغانستان کولای شي د دغو همکاریو له لارې له خپلو نفتو او طبیعي زېرمو اغېزمنه ګټه واخلي، کورني بازار ته اړین توکي برابر کړي او اضافي تولیدات بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.

دغه شنونکي ټینګار کړی، چې د بهرنیو شرکتونو، په ځانګړي ډول روسي شرکتونو لپاره د پانګونې او فعالیت د اسانتیاوو برابرول د دولت مسوولیت دی. د نوموړي په باور، اړینه ده چې اقتصادي قراردادونه شفاف وي، اداري کړنلارې روښانه شي او پانګوالو ته د فعالیت مناسب شرایط برابر شي، څو د هېواد ملي ګټې خوندي او اقتصادي پروژې په اغېزمنه توګه پلې شي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د څه باندې دوه میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *