یونس مومند له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

یونس مومند له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د ازبکستان د سوداګرۍ خونې له رییس او مل پلاوي سره لیدنه کې د درملو، کرنې پراختیا او تکې د تولید په برخو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ښاغلي مومند ویلي، چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا کولی شي د سیمې په کچه سوداګري پراخه کړي.

ښاغلي مومند زیاته کړې: «موږ غواړو د رخت او پنبې په برخو کې ګډه پانګونه وکړو، زراعت باید پرمخ بوځو نو موږ کولای شو چې د دواړو ملکونو ترمنځ ورورګلوي رامنځته کړو څو په سمه کې مو تجارت ته وده ورکړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی او په خبره یې، هڅه کوي چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړي.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: «موږ غواړو له ازبکستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړو، څو سیمه کې د ټرانزیټ، تجارت او ترانسپورت په برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړو.»

له دې سره سم، د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان او سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا، د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی شي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «موږ کولای شو د ښې اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو په درلودو سره ازبکستان هیواد سره ښه اقتصادي راکړه ورکړه ولرو او دا ډول ناستې کولی شي اړیکې لا ټینګې کړي.»

مطالب بیشتر:  د کابل- کندهار لویې لارې د 430 کیلومټره چارو بشپړېدل؛ د دویم لین په جوړېدو سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال ازبکستان ته د افغانستان مهم صادراتي توکي وچه او تازه مېوه، طبي طبیعي محصولات، خوراکي محصولات، سبزي، غالۍ او لاسي صنایع تشکیلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *