کرنې وزارت: په ۱۴۰۴ کال کال کې څه باندې ۱۵۸ زره مټریک ټنه پنبه ترلاسه شوې

کرنې وزارت: په ۱۴۰۴ کال کال کې څه باندې ۱۵۸ زره مټریک ټنه پنبه ترلاسه شوې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې ۱۰۴ زره هکټاره ځمکه د پنبې د کښت لپاره ځانګړې شوې وه، چې حاصل یې ۱۵۸ زره او ۲۰۵ متریک ټنو ته رسېږي. د دغه وزارت وياند شېرمحمد حاتمي زیاته کړې، چې د پنبې تر ټولو ډېر تولید په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې شوی دی. د هغه په خبره، کرنې وزارت په خپل پنځه کلن پلان کې د پنبې کښت ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په همدې حال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې افغانستان د پراخو کرنیزو ظرفیتونو پر مټ کولی شي د صادراتو په برخه کې په سیمه کې مهم ځای خپل کړي. دوی زیاتوي چې که پانګونه وشي او اقتصادي وضعیت ښه شي، د پنبې او نورو کرنیزو توکو کښت کولی شي، د کوکنارو غوره بدیل او ورسره د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه زیاتوي: «که اقتصادي شرایط ښه او په هېواد کې د کرنې په برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شي، له شک پرته، چې دا سکتور کولی شي پر نورو زموږ تکیې ته د پای ټکی کېږدي او همداراز د مخدره توکو د کښت غوره بدیل واوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ویلي وو، چې د هېواد په کچه د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره کروندګرو ته د بدیلو کښتونو زمینه برابروي.

مطالب بیشتر:  کرنې وزارت او نړۍوالو سازمانونو افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په اړه ناسته کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *