د افغان ـ قزاق نندارتون نن په کابل کې د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون پرانیستل شو چې پکې ګڼ توکي په ۵۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، په دغه ګډ نندارتون کې د قزاقي پلاوي ګډون د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې د همکاریو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ دریځ نښه بللې.
عزیزي ویلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ کچه تر ۳ میلیارډو ډالرو ورسوي.
د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسمزی وايي: «د کابل او استانې ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا کولای شي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته مثبت پیغام واستوي او وښيي چې افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د پام وړ ظرفیتونه لري. په پایله کې، دا بهیر نه یوازې له قزاقستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د افغانستان او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د زیاتېدو زمینه هم برابروي».
ورپسې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر وویل چې د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی او زیاته یې کړه چې افغانستان د اړیکو د پراختیا او د اسیايي هېوادونو د نښلوونکي مرکز د ګرځېدو لپاره د پام وړ ظرفیت لري.
یو شمېر اقتصادي شنونکي هم په دې باور دی چې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو پراختیا کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي، سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د پانګونې د جذب لامل شي.
د دوی په باور، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې کولای شي د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره پر مهم ترانزیټي مسیر بدل شي او د دغو هېوادونو لپاره د سویلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
عبدالنصیر رشتیا د اقتصادي چارو بل شنونکی وايي: «د منځنۍ اسیا هېوادونه، په ځانګړې توګه قزاقستان، افغانستان د سویلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي د دروازې په توګه ګوري. له بلې خوا، افغانستان د خپلو اړتیاوو یوه د پام وړ برخه، په ځانګړې توګه غنم او اوړه، له قزاقستان څخه واردوي. له همدې امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي د دواړو لورو لپاره د پام وړ ګډې ګټې ولري».
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د افغانستان اړیکې له سیمهییزو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ازبکستان سره، د پام وړ پراخې شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ګڼ تړونونه او هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د متقابلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، تمه کېږي چې قزاقستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه هم په راتلونکي کې د افغانستان د مهمو اقتصادي شریکانو په توګه اغېزناک رول ولوبوي او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا زمینه برابره کړي.
